-
د ایران خبرداری: نن ایران هدف دی، سبا به بل هېواد وي؛ هوښیار او چمتو اوسئ
Sep 08, 2026 12:26پارس ټوډی- د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د حکامو شورا په غونډه کې د ایران پلاوي د امریکا او صهیونیستي رژیم د ایران پر اټومي تاسیساتو د تېري د عادي کېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: نن ایران هدف دی، سبا ښايي بل هېواد وي. هوښیار او چمتو اوسئ. نوې نړیوالې بېنظمۍ ته ښه راغلاست.
-
مسکو: ایران د بریکس د سیاسي اجنډا لومړیتوب دی
Sep 08, 2026 12:24پارس ټوډی- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په هند کې د بریکس له غونډې مخکې ویلي: د ایران پر وړاندې د امریکا د کړکېچ زیاتول او د فارس خلیج وضعیت د «بریکس» د غونډې تر ټولو بېړنۍ سیاسي مسئله ده.
-
بقايي: جګړه او سمندري محاصره د امریکا له خوا د ټولې نړۍ پر وړاندې اقدام دی
Sep 08, 2026 06:12پارستودي ــ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند جګړه او سمندري محاصره د امریکا له خوا د ټولې نړۍ پر وړاندې اقدام وباله.
-
قالیباف: که زمونږ پر شتمنیو برید وکړئ، برید به پرې وشي
Sep 08, 2026 06:08پارستودي ــ د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: که تاسو زمونږ پر شتمنیو برید وکړئ، پر تاسو به برید وشي. مونږ دا وړتیا مخکې هم ثابته کړې ده؛ له هغو پوځي اډو مو پوښتنه وکړئ چې اوس مو له عملیاتي فعالیت څخه وتلې دي.
-
هرمز تنګی لا هم په بشپړه توګه تړلی دی
Sep 07, 2026 14:05پارسټودي – د ایران داسلامی جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: دا چې ټرمپ ادعا کوي هرمز تنګی پرانیستی دی، یوه لویه دروغجنه ادعا ده.
-
بقایي: هېڅ یو مسوولیت منونکی دولت د امریکا په ډارونې سره نه تسلیمیږي
Sep 07, 2026 12:42پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: هېڅ یو خپلواک او مسوولیت منونکی دولت د خلیج فارس او د هرمز تنګي کې د تېري کوونکو او ناامنو کړنو په برخه کې د امریکا له فشار او ډارونې سره نه تسلیمیږي.
-
د ۴۰ډالریزو تیلو په هکله د بسنټ ګمانونو ته د قالیباف غبرګون
Sep 07, 2026 07:45پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مشر د ۴۰ ډالري تیلو په هکله د سکاټ بسنټ د خیالي پلاونو په ځواب کښې ولیکل: له الوت کولو مخکښې انجڼ ښه ګرموه!
-
د ایران د پارلیمان کمېسیون: پر ایران بندیز لګوونکي د هرمز له تنګي د تېرېدو حق نه لري
Sep 07, 2026 07:42پارستودي – د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون ویاند حسن قشقاوي وايي، د هرمز تنګي د امنیت او پراختیا لپاره د ستراتیژیک اقدام د طرحې نهمه ماده تصویب شوې ده. د دغې مادې له مخې، هغه هېوادونه او حقیقي او حقوقي اشخاص چې د ایران پر اسلامي جمهوریت یو اړخیز بندیزونه ولګوي یا د ایران پر وړاندې دښمنانه اقدامات وکړي، د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو حق به ونه لري.
-
سرلښکر عبداللهي: امریکایانو له ۸۰ کلونو راهیسې یوازې له ایران څخه «نه» اورېدلې ده
Sep 07, 2026 07:38پارستودي – د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د حضرت خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه قوماندان سرلښکر پیلوټ علي عبداللهي، د نرمې جګړې د مسوولینو په غونډه کې وویل: «موږ به تسلیم نه شو او دښمن به هم په نرمه جګړه کې بریالی نه شي.»
-
امریکائي چارواکي دې پوهه شي؛د متناسبو ځوابونو پړاؤ ختم شوی دی
Sep 06, 2026 15:30پارس ټوډې ــ د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي ځواکونو له لورې د امریکا پر پوځي اډو درنو او سختو بریدونو د دغه هېواد مشران له سختې بېوسۍ او لالهاندۍ سره مخ کړي دي.