د مېرمنو د مقام له کمیسیون څخه د ایران لیري کوونکې خپله د میرمنو د حقوقو نقضوونکي دي+ویډیو
(last modified Wed, 08 Mar 2023 02:48:22 GMT )
Mar 08, 2023 07:18 Asia/Kabul
  • د مېرمنو د مقام له کمیسیون څخه د ایران لیري کوونکې خپله د میرمنو د حقوقو نقضوونکي دي+ویډیو

د ښځو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیالې وویل: هغه هیوادونه چي د ملګرو ملتونو د مېرمنې د مقام له کمیسیون څخه د ایران د ایستلو طرحه وړاندې کړې وه، د مېرمنو د وژلې او د بندي کولو مخینه لري.

د تیر میلادي کال په یوولسمه میاشته کې د بې بنیاده تورونو پر اساس د امریکې د غیرقانوني غوښتنې له مخې، ایران د ملګرو ملتونو د مېرمنې له کمیسیون څخه وایستل شو.

دې ټولو مسایلو سربیره، وړم ورځ د ملګرو ملتونو د میرمنو کمیسیون خپله غونډه د ایران د ولسمشر د مرستیالې انسیه خزعلي په وېنا سره پیله کړه.

انسیه خزعلي دغه غونډه کې ویلي: ایران د رسنیو له لورې د دروغونو او چټي تورونو له مخې د مېرمنو له کمیسیون څخه ایستل شوی، چي دا د ملګرو ملتونو له اصولو سره په ټکر کې دی او یوه ناسمه او خطرناکه بدعت بلل کیږي.

هغې یادونه وکړه چي په داسي شان حالاتو کې د مېرمنو په کمیسیون کې د ایران غړیتوب ختمیږي چي ایران کې مېرمنې په مختلفو ډګرونو په تیره بیا په روغتیایې ډګر کې له مدعي هیوادونو په پرتله له ښه حالاتو څخه برخمن دي، او د ایراني مېرمنو له پرمختګ سره سم، ایران افغان ښځینه کډوالو ته هم د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده. انسیه خزعلي وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چي د بندیزونو او د یوه اړخیزو قهري اقداماتو له امله مېرمنو ته د اوښتیو زیانونو په وړاندې ودریږي او د بشري حقوقو په نامه له دغه ناسم چلند سره مقابله وکړي.

 

ټیګونه