ایران د ۲۰ مډالونو په ګټلو سره د ووشو د نړیوال جام سیالیو اتلولي خپله کړه
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د ووشو ملي ټیم د ۲۰ مډالونو په ګټلو سره، په چین کې د ووشو د نړیوال جام د غوراوي سیالیو اتلولي خپله کړه.
دغه سيالۍ له ۳۸ هېوادونو څخه د څه دپاسه ۳۰۰ لوبغاړو په ګډون سره، د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځوکې د چين د جيانګ يین(Jiangyin ) په ښار کې تر سره شوې.
د ايران د اسلامي جمهوريت د ووشو لوبغاړو په دې سیالیو کې د 13 سرو زرو، 5 د سپينو زرو او 2 د برونزو مډالونو په ګټلو سره، په ټيم يسيالۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
کوربه چین د سرو زرو د ۷ مډالونو، د سپینو زرو د ۳ مډالونو او د برونزو د ۳ مډالونو په ګټلو سره، دویم او ازبکستان د ۳ سرو زرو، ۸ د سپینو زرو او ۶ د برونزو د مډالونو په ګټلو سره، درېیم ځای خپل کړ.
دغه سیالۍ په داسې حال کې پایته ورسېدې، چې دغو سیالیو ته د ایران له خوا لېږل شوي ټولو لوبغاړو مډالونه وګټل.
په دغو سیالیو کې د "صدیقه دریايي"، "شهربانو منصوریان"، "زهرا کیاني"، "هلیا اسدیان"، "سهیلا منصوریان" او "زهرا جلیلي" په نومونو، شپږ ایراني د ووشو ښځینه لوبغاړو ګډون کړی وو.
مهمې جملې: په ایران کې ووشو، په ایران کې د ښځو لوبې، په ایران کې د ښځو وضعیت څنګه دی؟ د ايراني ښځو برياليتوبونه، له حجاب سره لوبې