-
په هند کښې د پاکستان د ترهګر فعالیت او د بلا غوښتنې په بڼه کښې په پاکستان برید کوو
Sep 06, 2026 05:58زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان لومړي وزیر «نارندرا مودي»خبرداری ورکړ که چیرې پاکستان هڅه وکړي د هندوستان په داخل کښې ترهګر فعالیتونه وکړی نو د هندوستان ځواکونه به د پاکستان په خاورې باندې حمله وکړي.
-
کرملین د پوتین او د ټرامپ د استازیو کتنه صریح او رغنده وبلله
Sep 06, 2026 05:43زمونږ خبریال راپور راکړی کرملین د اوکراین په باره کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د استازیو اسټیو ویټکاف او د جارید کوشنر ترمینځ د خبرواترو د ختمیدا خبر ورکړ او دغه خبرې یې صریح او رغنده وبللې.
-
وحشي صهیونیستي رژیم د سورئې پر جنوبي سیمو بیا د توپونو برید وکړ
Sep 06, 2026 05:19زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم پوځ د سوریې په جنوب باندې د خپلو هره ورځو تیریو په دوام کښې په القنیطره ولایت کښې د الرفید ښارګي په شاو خوا سیمو د توپونو ډزې وکړې خو تراوسه یې د رسیدلیو تاوانونو او د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.
-
ناټو تړون باید ترکیبي جنګ ونه زغمي
Sep 06, 2026 05:07زمونږ خبریال راپور راکړی په ناټو تړون کښې د امریکا سفیر «مټیو ویټاکر» وویل د ناټو غړي هیوادونه باید د ترکیبي جنګ عمدي اقدامات ونه زغمي او امریکا به له دغو پیښو سره په مخامخ کیدا کښې د هیوادونو په څنګ کښې ودریږي.
-
ایران د امریکا د تیریګر ماشومانو وژونکي پوځ په الوتکه وړونکي جنګي بیړۍ او یوې بلې جنګي بیړۍ باندې برید وکړ
Sep 06, 2026 04:51ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو دفتر په خپلې لسم لمبر اطلاعیې کښې د امریکا د تیریګر ماشومانو وژونکي پوځ په الوتکو وړونکې جنګي بیړۍ او په یوې بلې جنګي بیړۍ باندې د برید خبر ورکړ.
-
امیر البحر سیاري: ایران په ټولو ټیکنالوژیو د سمبال دښمن په مقابل کښې ودرید
Sep 06, 2026 04:30پارس ټوډې- د ایران د پوځ د غږملونکي مرستیال او د کمیټۍ مشر وویل: باید په خپل ځان فخر وکړو او خپله سرونه لوړ کړو، ځکه چې د داسې دښمن په مقابل کښې دریدلي یوو چې د دنیا ټول تجهیزات او ټیکنالوژیانې لري.
-
د شل ډلې غړیو د امریکا او د ایران د جنګ د ختمولو غوښتنه وکړه
Sep 06, 2026 04:10پارس ټوډې- په امریکا کښې د شل ډلې د مالیې د وزیرانو په غونډې کښې ګډونوالو د نړۍ په بازارونو باندې د ایران پرضد د امریکا د جنګ په پایلو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره د دغه جنګ د چټک ختمیدا غوښتنه وکړه.
-
رضا عارف دښمن د اقتصادي جنګ په جبهې کښې هم ماتې خوري
Sep 06, 2026 03:57پارس ټوډې- د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف وویل:حکومت د مقاومتي اقتصاد د اجرا کولو، د اقتصاد د مقام کولو او د اقتصادي جنګ په شرایطو کښې د خلکو د معیشت او اقتصاد د تامینولو لپاره پروګرام لري او ډاډمن یوو چې دښمن به په دغه جبهه کښې هم ماتې وخوري.
-
طالبانو په کابل کې د خاتمالنبیین علمي مرکز محاصره کړی
Sep 05, 2026 17:51طالب ځواکونو د شنبې په ورځ، د وږي په ۱۴مه، په کابل کې د خاتمالنبیین دیني مدرسه محاصره کړې او له مسوولانو او زدهکوونکو یې غوښتي چې له ودانۍ ووځي.
-
کابل او مسکو د دوهاړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ
Sep 05, 2026 15:03د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او روسیې استازو د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.