د صهیونیسټانو په بریدونو کې درې ورځې مخکې واده شوې جوړه په شهادت رسیدلې
Feb 19, 2024 16:09 Asia/Kabul
عربي رسنۍ وایي، د فلسطین هېواد په رفح سیمه کې هغه جوړه چې درې ورځې مخکې یې واده کړی وو، د صهیونیسټي رژیم د تېرې شپې په بریدونو کې په شهادت رسیدلي.
د دغه را پور له مخې؛ مریم السید دیب او عبدالله ابونحل چې درې ورځې وړاندې واده کړی وو، د دوی د خوښۍ انځورونه یې خپاره شوي وو، تېره شپه د رفح ښار په شمال کې د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې شهیدان شوي.
د مریم پلار رسنیو ته ویلي چې لور یې د قرانکریم حافظه وه او په اسلامي پوهنتون کې د ټولګیوالو په منځ کې هر کال په اولنمره بریالي کېده.