Feb 27, 2024 13:58 Asia/Kabul
  • په فلسطین کې د شر اچوونکی خپله سکریم خوري، خو فلسطیني وګړي له خوار ځواکۍ مري

د امریکا ولسمشر جوبایډن هغه انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې د نیوکو لاندې نیول شوي چې د سکریم په یو دوکان کې د عامو خلکو سره یو ځای په خوشحالۍ سره سکریم خوري.

د ټولنیزو رسنیو کارونکو له دې انځورونو سره لیکلي: په فلسطین کې د شر اچوونکې امریکا ولسمشر جوبایډن چې له روغتیایي پلوه هم روغ نه دی، خپله د عامو خلکو سره یو ځای په خوشحالۍ سکریم خوري، خو په فلسطین کې نسل وژنه پیل کړې.

دوی لیکلي: د فلسطین وګړي له قحطۍ او خوارځواکۍ مړه کیږي، خو هغوی چې د یاد اور بلوونکي دي، خپله د اور لمبو ته ځانونه تودوي.

 

ټیګونه