Mar 24, 2024 13:34 Asia/Kabul

دعراق د اسلامی مقاومتي چورلیز مبارزانو  نن سهار په یوې اعلامیې کې ووئيل، ددغه غورځنګ مبارزانو په ډرون سره د صهیونیسټي جنایتکار رژيم  دجنګ وزارت ودانۍ  په نښه کړې او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، دعراق د  اسلامي مقاومتي غورځنګ  په دغې اعلامیې کې وئيلي دي ، چې  دغزې له خلکو دملاتړ لباره به په روژې مبارکې مایشتې کې د نیواکګرو وحشیانو په ضد حملې نوره هم سختې کړي.

دعراق  اسلامی مقاومتي غورځنګ د تیرې چارشنبې سهار  وختي هم اعلان کړی ؤ  چې   په نیواکي ټاټوبو کې ئې بن ګوریّن هوائي ډګر په څو ډرونز سره په نښه کړې دی . دغې ډلې په نیواکي ټاټوبو باندې له دې مخکې   او په تیرو عملیاتو کې خبرداری ورکړی ؤ چې په غزې تړانګې د  وحشي صهیونیسټانو دحملو د دوام په بڼه کې به د جعلی او جنایتکار رژيم د مورچلو او پوځي مرکزونو په ضد خپل عملیات  او حملې نوره هم سختې کړي.

په نن سهارنۍ اعلامیې کې دغه راز وئیل  شوي دي ،د صهیونیسټ رژيم د  ډورنز الوتکو یو مرکز ئې هم په نښه کړی دی،دغه مرکز چې د سورئې په جولان لوړو کې دی، د ډرون ښکار شوی  دی. همداراز په دغو حملو کې له وحشي صهیونسیټي رژيم سره  اړونده پالمخایم هوائي پوځي مرکز هم ټارګټ شوی دی.

 

بل خبر دا چې ، د لبنان حزب ا... غورځنګ مبارزانو هم نن سهار وختي د وحشي صهیونیسټي رژيم  په پوځي مرکز باندې د حملې انځورونه او فیلم خپور کړی دید لبنان د مقاومتي چورلیز مبارزانو ، د نیواکي فلسطین په شمال کې په الرادار پوخي مرکز کې د جعلی رژیم  د پوځ  دجاسوسۍ  تجهیزاتو د ټارګټ کولو  صحنې خپرې کړي دي.

د لبنان حزب ا...مبارزانو د لبنان په حتیځ کې په بعلبک باندې  د صهیونیسټانو  دتیریو په ځواب کې د کیلع  پوځي مرکز  او په  یوآو کې د توپونو او توغندیو یو مرکز  ئې په شپیتو توغندیو سره ټارګټ کړی دی.

د لبنان حزب ا... په تیرو څو میاشتو کې او په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  په وسیله د فلسطینیانو په نسل وژنې او ددغه جنایتکار رژيم  په بوږنونکو جنایتونو پسې ،په کرتو د نیواکي ټاټوبو په  شمال کې د صهیونیسټانو پوځي مرکزونه او مورچلې ټارګټ کړي دي،یوه داسې موضوع چې په دغو سیمو کې د ښارګوټو اوسیدونکو صهیونیسټانو د ویرې او وحشت سبب شوې او تر اوسه بورې په لسګونو زره صهیونیسټان  دلبنان  له پولو سره نزدې ښار ګوټوڅځه د مقاومتي مبارزانو د حملو له ویرې تښتیدلي دي.

 

ټیګونه