Mar 25, 2024 12:53 Asia/Kabul
  • د اسرائیلیانوپه وسیله دعاموفلسطینیانوسوځول،په جاپان کې د امریکائي وژلې بیلګه

فلسطینۍ میرمنې په مړو او ټپیانو مینځ کې د خپل ژوند د له لاسه ورکولو په انتظار کې دي؛هغه که د بې آ مانه هوائي حملو په وجه وي او که د ډيرې لوږې ،تندې او یا ناروغۍ له امله .:::

پارس ټوډې - د فلسطین په غزې تړانګې کې  د وحشي اسرائيلیانو د سوځونکو بمونو په وسیله د  کورونو د بمبارولو او په خاصو شرائطو کې د ښکیلیدا له امله په هر ساعت کې درې فلسطینۍ میرمنې شهیدانې کیږي.داسې میرمنې چې له سړیو په لاسختۍ او مشکل سره د کنډوالو  له لاندې  یا له لګیدلي اوره نجات موندلی شي.

په دغې سیمې کې شرائط دې حد ته رسیدلي دي،چې کابو شپیته زره امیندوارې میرمنې له کومې طبی وسیلې او یا د د بې هوشۍ له موادو پرته بچي زیږوي او کابو یویشت میرمنو د لوږې د زیاتیدا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د میرمنو د چارو وزیره میرمن آمال حمد په دې اند ده چې د فلسطینیو میرمنو او ماشومانو په ضد د صهیونیسټانو حملې  پلان شوي دي او د نسل وژنې او د توکم د له مینځه و ړلو په چوکاټ کې ترسره کیږي.

هغه وائي،فلسطینۍ میرمنې په مړو او ټپیانو مینځ کې د خپل ژوند د له لاسه ورکولو په انتظار کې دي ؛هغه که د بې آمانه هوائي حملو په وجه وي او که د ډيرې لوږې ،تندې او یا ناروغۍ له امله .:::

Image Caption

 

د یوه تحلیل په اساس،په جنسیّتي او توکم له مینځه وړلو کې د اسرائيلي وحشیانو دغه شان چلند،په جاپان کې د ۱۹۴۵ کال د مارچ په نهمه نیټه د امریکا د وژلو له سټایل څخه سرچینه اخستې ده. دعامې وژلې په دغه انداز کې، له بمباریو څخه په  تښتې کې د عامو خلکو په تیره بیا د میرمنو په سختو شرائطو په پوهیدا سره د هستوګنو سیمو په ضد له  داسې بمباریو استفاده کوي،چې ترڅنګ ئې وحشتناک ډير اورونه  او  له تورو لوخړو سره یو ځاي  ویچاړیدا ده .

ددغې عامې وژلې داستان په جاپان کې دوهم نړیوال جنګ ته ورګرځي.

Image Caption

 

د جاپان په باب د امریکاپه هوائي ځواک کې دوې لیدتوګې موجودې وې،داسې لیدتوګې چې په هدفمنو بمباریو باندې ئې کار کاوۀڅو د دوي د خپلې ادعا په اساس د بې مورده وژلو مخنیوي وکړي او یوه بله لیدتوګه، هغه کسان چې په هدفمنو بمباریو باندې ئې څه اعتقاد نه درلود،او هڅه ئې کوله د جنګ دوام،د ډله ایزو بمباریو او د جنګی سړیو ترڅنګ د ښځو او ماشومانو د ډيرو زیاتو مرګ ژوبلو په لور وکاږي .

Image Caption

 

 له ۱۹۴۵ کاله ترمخکې پورې،لومړنۍ لیدتوګې قدرت په  لاس کې درلود، خو د امریکاپه هوائي ځواک کې یو داسې قوماندان واک ترلاسه کړ چې کړچار ئې بدل کړ . امریکائي جنرال کرتیس لومي په دې اند ؤ  چې باید وخت ضائع نشي  او په یوې هراړخیزې او ډله ایزې بمبارۍ سره  جاپان ته ماته ورکولی شو.هغه وائي په  دغې سټراټيژئ کې مرګ ژوبلې باید دومره زیاتې وي چې جاپان نور د مقاومت لپاره څه توانمني ونه لرل شي.نو داسې   کارونه ئې وکړل چې  اوس هم د انسانیّت لپاره د بې ننګئ داغ دی. په دې پسې ئې بیا د انسانیّت په ټنډې یو بل بې ننګئ داغ پریښود چې په دومره لوئې بمباریو، عامو وژلو او ویجاړیدا سره سره   همدغه جنرال سټارونه زیات شول او  د متحده ایالاتو د هوائي ځواک  عمومی قوماندان شو.

Image Caption

 

اوس شواهد ددې ښودنه کوي چې اسرائيل د جاپان د خلکو په ضد له دغې امریکائي بیلګې  څخه په استفادې سره په هراړخیز  ډول او له شور شرابې پرته د فلسطینیو عامو خلکو او میرمنو په ضد ددغه جنسیتي او توکم پاکونکي ماډل په پلي کولو پسې دي.

اسرائيلو په غزې کې له طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو وروسته په ۸۹ شپو ورځو کې پردغه ښار او شاوخوا سیمو باندې پنځه شپیته زره ټنه بارود اوبمونه غورځولي دي،اوس د جنګ یو سل یو اویایمه ورځ روانه ده.

Image Caption

 

داسې ښکاري تاریخ تکراریږي او وحشي جنایتکاران په ورته کړچارونو سره بې ګناه او بې څوکه خلک قرباني کوي،خو رسندوئې یوارې هغه خبرې کوي،چې د قدرت خاوندان ئې غواړي او کوم فرق نه کوي ، هغه که چاپان وي او که فلسطین.

Image Caption

 

(دغه مطلب د ایران له مهر خبری آژانس څخه په مننې سره اخستل شوی دی)

 

ټیګونه