د غزې جنګ اود صهیونیسټ رژيم په وړاندې د امریکادوه مخي لوبه
امریکا د صهیونیسټ رژيم د بې قید او شرطه ملاتړي او ترټولو مهم متحد په توګه ددغه رژيم او د هغو د سپیرو او بې شرمه اقداماتو په وړاندې دوه ګوڼی کړچار وړاندې کړی دی. له یوه پلوه په یوه نمایشي اقدام کې له اسرائيلو سره د پیوستون، دنوو پوځي مرستو او له آنروآ سره ئې د مرستو غوڅول،ددغه هیواد په کانګرس کې تصویب شوي او له بل پلوه د جوبایډن حکومت د صهیونیسټ رژيم له خوا په رفح باندې له حملې سره خپل مخالفت اعلانوي.
په دې لړ کې د امریکا کانګرس،د موقته بودجې د مسوَدې په تصویبولو سره،د صهیونیسټ رژيم لپاره نوي پوځي مرستې تصویب کړي دي او همداراز تر ۲۰۲۵کال مارچ پورې د فلسطین له کډوالو سره د مرستندویه ادارې آنروا ته د بودجې د لیږد د درولو سبب شوي دي. د یو اعشاریه دوه ټریلیّن ډالري بودجې دغه مسوده په مشرانو جرګې کې د ۲۴مخالفو رایو په مقابل کې په ۷۴مثبتو رایو سره تصویب شوې او وروسته دامریکا ولسمشر جوبایډن هم لاسلیک کړې ده.
داپه داسې حال کې دي چې په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم دجنایتونو په دوام سره ، په دغې تړانګې کې د خوړو کمښت او قخطي، لابوږنونکي حالت ته وارده شوې ده . دغه موقته بودجه د امریکا د دفاع وزارت دله ۸۸۶میلیارډ ډالري بودجې څخه درې اعشاریه اته میلیارډډالره پوځي مرستې صهیونیسټي رژيم ته بیلوي. دا په داسې حال کې دي چې د ۹۵میلیارډ ډالري وړاندیزي مرستې د پیکیج په اساس ، اوکراین ته ئې شپیته میلیارډ ډ الر او صهیونیسټي رژيم ته هم څوارلس میلیارډډالر بیل دي .
اسرائيلو ته د امریکا نوي پوځي مرستې له تل ابیب څخه د همیشني پشتیبانۍ په چوکاټ کې حتی د غزې د جنګ او د غزې د خلکو د نسل وژنې او دغه راز د لوږې له وسلې د استفادې له دوام سره سره ترسره کیږي. داپه داسې حال کې دي چې اوس یو نوی جنایت یعني په غزې کې د وحشي اسرائيلي عسکرو په وسیله پر فلسطینیو میرمنو تیري او وروسته ئې وژل د اسرائيلو په تور تمې کارنامې کې ثبت شوی دی.له بل پلوه د آنروا مرستندوئې ادارې ته د امریکا دمرستو غوڅول چې دملګروملتو دغه اداره د غزې تړانګې پشمول فلسطینیانو ته د مرسته رسونې دنده په غاړه لري، دغې مرستندویه ادارې ته لوي شاک رسو .له دې مخکې د امریکا پشمول یو شمیر لویدیځي هیوادونو هم د چټي تورونو په اساس،له اسرائیلو څخه په ملاتړ سره د آنروا په ضد خپلې مرستې درولې دي.ددغو مرستو دریدا په غزې کې له ملګروملتو سره اړونده د انسان دوستۍ فعالیتونو ددریدا خطره نوره هم زیاته کړې ده او په دغې زیات نفوس لرونکي سیمې کې ئې د انساني بوږنونکو غمیزو وضعیّت نوره هم زیات کړی دی. آنروا ادارې سره د مرستو غوڅول په مسلم ډول له لومړنیو انساني مرستو څخه د غزې د کابو دوه میلیون خلکو محرومه کول دی چې له دې مخکې د وحشي صهیونیسټي رژيم په وسیله ئې وضعیّت په کلابندۍ او بې آمانه بمباریو سره لاترینګلی دی.البته د جوبایډن حکومت او لوړپوړي امریکائي چارواکي یوازې تل ابیب ته په بې اغیزو خبرداریو بسّنه کوي او دغزې جنګ درولو ته د اسرائيلو د اړباسلو لپاره له سیاسی او مالی باؤ له اړمونو استفاده نه کوي.او په تشه خوله ظاهری ګواښونه کوي.
د جوبایډن حکومت دغه ظاهري ګواښونه عملا د صهیونیسټ رژيم او ددغه رژيم د جنګي کابینې له بې پروائۍ سره مخ شوي دي او د بینیامین نتنیاهو پشمول صهیونیسټي چارواکي هماغه شان د فلسطین دمقاومتي ډلو د له مینځه وړلو په پلمه د غزې په جنوب کې په رفح سیمې باندې د هراړخیزې او پراخې حملې په ضرورت چې د یوې لوئې انساني غمیزې د رامینځةکیدا سبب به شي، ټينګار کوي.
بل مهم ټکی دا چې له صهیونیسټي رژیم څخه د جوبایډن د حکومت طرفداري کونکی کړچار ، د امریکا په داخل کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. په دې لړ کې د امریکا د حکومت یو شمیر کارمندان نیّت لری،په غزې کې د جنګ او له صهیونیسټ رژیمه د بایډن د حکومت په بې خرته ملاتړونو باندې په اعتراض کې استعفی ګانې ورکړي.له دې مخکې د امریکا د خارجه وزارت کابو سلو کارکونکو په یوه یاددښت کې ددغه هیواد ولسمشر،د غزې په جنګ کې د ګمراه کونکو اطلاعاتو په خپریدا تورن کړی او وئيلي ئې وو چې صهیونیسټ رژيم په غزې تړانګې کې جنګي جنایتونه کړي دي. همداراز د امریکا د داخلی امنیت وزارت او ځينو نورو اورګانونو څه دپاسه اته سوه کارکونکو هم همدغه شان غوښتې او ګواښونه کړي دي څو پر دوي په غزې کې د اوربند لپاره دباؤنه واچوي.دا ټول ښئ چې په امریکا کې پر عمومي افکارو سربیره ،چې دغزې د جنګ په وړاندې د بایډن د حکومت په سیاست سختې نیوکې کوي،دغو نیوکو او اعتراضونو،د امریکا حاکمیّتي اورګانونو ته هم نفوذ کړی دی.