Mar 27, 2024 15:40 Asia/Kabul

په تیرو څو لسیزو کې عربانو د فلسطین مساله، یوه عربی مساله بلله او لږ تر لږه په خبرو او شعارونو کې یې ورباندې تعصب درلوده لیکن نن چیرته دي دغه عرب مشران؟

د فلسطین په مساله کې د عربي مشرانو شعارونه ولې ورک دي؟

په تیرو څو لسیزو کې عربانو د فلسطین مساله، یوه عربی مساله بلله او لږ تر لږه په خبرو او شعارونو کې یې ورباندې تعصب درلوده لیکن نن چیرته دي دغه عرب مشران؟

داسي ښکاري چي د فلسطین عرب ګاونډیانو ظاهرا او د خبرو تر حده د اسرائیل له خوا د غزې د خلګو د نسل وژنې په وړاندې زړه وړ دریځ غوره کړی او له فلسطینیانو سره د پیوستون اعلان یې کړی دی، لیکن د دغو سختو نیوکو او تشو غندنو تر شا څه دي؟ ایا خبریاست چي  د اردن، مصر، سعودي عربستان او امارات په شان عربو هیوادونو د اسرائیل د ملاتړ او مرستې لپاره کوم پټ اقدامات کړي دي

په دې وروستیو کې د عربستان او مصر هیوادونو د اعلامیو په خپرولو سره، په رفح باندې د برید لپاره د اسرائیل د پلان غندنه کړې ده، او  ویلي دي چي په دغه ښار باندې د اسرائیل یرغل انساني ناورین رامینځ ته کوي او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا غوښتنه کړې ده چي د اسرائیل د دغه عملیات د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

مونږ له ټولو هیوادونو غواړو چي نیواکي ټاټوبو ته د وسلو له صادراتو لاس واخلي او همداشان د اسلامي ملګرتیا سازمان او عربي اتحادیې په شان له ارګانونو غواړو چي په غزې باندې د اسرائیل د یرغل په وړاندې نړیوال دریځونه غوره کړي.

سره له دغو غندنو، عربستان، امارات، اردن او مصر د پردې تر شا له اسرائیلو سره همکاري کوي څو یوازنی عربي ځواک یعني یمن چي اوس یې اسرائیلو ته سختې ننګونې رامینځ ته کړي دي، له پښو وغورځوي او د صهیونیستانو په ضد د هغوی د عملیاتونو مخنیوی وکړي.

د یمن له خوا د اسرائیلو د سمندری محاصرې له امله په دغه جنایتکار رژیم باندې د رامینځ ته شوی فشار د کمېدو لپاره عربستان، امارات او اردن هیوادونو ټولو تل ابیب، اشدود او د نیواکی ټاټوبو نور صهیونیست میشتو ښارونو ته ځمکني کرېدورونه غځولي دي څو په پوره ډاډ سره، وسلې او نورې ضروري توکې صهیونیستانو پورې ورسوي.

د صهیونیستي رژیم د ۱۳ خبري چېنل له راپور سره سم، د اسرائیلو باري کښتۍ د خپلو توکو د خالي کولو لپاره د امارات بندرونو ته ورځي او بیا توکې په ګاډو کې له امارات څخه عربستان ته ځي او له هغه ځایه اردن ته لېږدول کیږي او د اردن له لارې نیواکي ټاټوبو ته یعنی اسرائیل ته رسیږي.

د هیپاک لوید په نامه د کښتۍ چلونې جرمني شرکت اعلان وکړ چي عربستان او امارات سره همکاري کوي چي د یمن د انصارالله له ځواکونو څخه د بچېدو لاره وموندي او ضروري توکې اسرائیل ته ورسوي، دغه نوې لاره د امارات بندرونه په عربستان کې د جدې له بندرونو سره نښلوي او توکې د سوئز کانال له لارې اسرائیلو ته رسوي.

د مصر له بندرونو څخه د اسرائیلو د اشدود بندر ته د کانټینرانو د لېږدولو لپاره قاهره هم لاس په کار شوې ده.

د اسرائیل لپاره د تجارتي لارو د موندنې لپاره د دغو هیوادونو هلې ځلې او همکاری په داسي حال کې دوام لري چي اسرائیل په غزې کې لاهم د فلسطیني ښځو او ماشومانو وژلې ته دوام ورکوي، دا له اسرائیل سره، د دغو هیوادونو د ملګرتیا پیل دی.

د مثال په توګه ترکیه په نظر کې ونیسئ، د اسرائیل له خوا کارېدونکي ۴۰ سلنه ګاز او تیل د هغو پایپ لاینونو له لارې تامینیږي چي د ترکیې له خاورې تیریږي.  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ډېره اسانه کولایشي نیواکي ټاټوبو ته د غځېدلي پایپ لاین په بندولو سره، په اسرائیل باندې تېل او ګاز بند کړي چي ورسره به د اسرائیل د رژیم اقتصاد ړنګ شي او په غزې باندې د جنګ بندولو ته به مجبوره شي. په داسي حال کې چي اردوغان د اسرائیلو په ضد خبرې کوي لیکن د پایپ لاین له بندولو ډډه کوي.

د غزې قصاب او قاتل نتانیاهو د رسنیو په مخکې وویل چي یرغل یوازې په غزې او رام الله باندې نه دی شوی، بلکې له سرحدونو ورهاخوا موخې تعقیبوي، په دې خاطر له غزې او فلسطین څخه دفاع نن سبا له مکې، مدینې، استانبول، دمشق، بیروت، بغداد او نورو اسلامي ټاټوبو څخه چي قدس شریف هم په کښې دی، د دفاع په معنا ده ،

المغرب هم داسي وبوله، دغه هیواد چي د افریقا په شمال کې واقع شوی دی او یو اسلامي هیواد دی، له الجزایر سره په سرحد کې په خپله خاوره کې اسرائیل رژیم ته استخباراتي آډه ورکړې ده، دغه اډه کې د اسرائیل استخباراتي، فوځي او روزنیزي چارې تر سره کیږي، د اسرائیل د رژیم د وسلو د جوړولو شرکت البیټ سیسټمز هم په دې وروستیو کې ویلي دي چي په المغرب کې د وسلو د جوړولو دوې کارخانې جوړوي، څو د وسلو په تولید کې د اسرائیل د رژیم وړتیا وده وکړي، ځکه چي په دې وروستیو کې د جنګ ضد او د بشري حقوقو فعالان په خپلو دوامدارو مخالفتونو سره، په انګلیس او یو شمېر نورو هیوادونو کې د البیټز سیسټمز د کارخانو د بندېدو لامل شوي دي.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د المغرب حکومت له اسرائیل رژیم سره د جوړجاړی د هوکړې د لاسلېکېدو خبر ورکړ، دغه موافقه چي د ابراهیمې تړون په نامه مشهوره شوې ده، له دې مخکې د بحرین او امارات له خوا هم لاسلیک شوې وه،  امارات کلونه کیږي چي د اسرائیل د رژیم په استخباراتي مرکز باندې بدل شوی دی، اوس اسرائیل او امارات له یو بل سره د جاسوسۍ په زمینه کې ملګرتیا کوي.

همداشان تېر کال هم د Edge، ګروپ په نامه یو اماراتی شرکت د اسرائیل د رژیم په هایلندر اویشن نومې شرکت کې ۱۴ میلیون ډالره پانګونه وکړه، دغه شرکت غواړي د بې پیلوټو الوتکو په ډګر کې د اسرائیل د رژیم پولیسو ته روزنه ورکړي.

اوس د اسرائیل او امارات تر مینځ اړیکې دومره زیاته وده کړې ده چي د البیټ سیسټمز اسرائیلي شرکت د امارات له پوځ سره د همکاریو لپاره د البیت سیستم امیریتس په نامه یوه ځانګړې څانګه جوړه کړې ده.

دا په داسي حال کي دی چي سعودي عربستان د اسرائیل رژیم په ضد د بیانیو او شعارونو په ورکولو سربېره، یوه موده کیږي چي دغه رژیم سره پټې همکارۍ پیل کړي دي، د پارتنرز افینیتی په نامه یو سعودي شرکت د اسرائیل د رژیم د شلمو نومې ګروپ کې پراخې پانګونې کړي دي، او د هغه اکثره ونډه یې رانیولې ده،

په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د جنګ له پیلېدو سره، د شلمو ګروپ د اسرائیل د فوځ دوو کنډکونو، شلداګ او ماګلان ته ګڼ شمېر پوځي سازو سازمان او زغروال ګاډې ورکړي دي، او د اسرائیلي ځواکونو لپاره یې د خوړو کڅوڼې استولي دي. همداشان عربستان د اسرائیل د رژیم د استخباراتي صنعت یو تر ټولو لوی ګیراک بلل کیږي.

د سعودي امنیتي ځواکونه د اسرائیل د دوو امنیتي شرکتونو ان اس او ،،، او سلبرایټ له ټکنالوژیو څخه کار اخلي چي له خپلو خلګو څخه جاسوسي وکړي او موبایلونه یې ورهېک کړي، همداشان د جمال خاشقجي په وژله کې هم دغو شرکتونو له عربستان سره همکاري کړي وه.

دغو عربو هیوادونو او ورسره ترکیه کولایشي د تشو خبرو پر ځای په اسرائیل رژیم باندې د وسلو، تجارت او ټرانزیت برخو کې بندیزونه ولګوي او خپلي فوځي او استخباراتي همکارۍ ورسره بندې کړي، د عربي نړۍ ولسونه د خپلو مشرانو له دغه کړچار څخه بې زاره دي.

د دغو هیوادونو ولسونو د اسرائیل د رژیم په ضد په ځلونو مظاهرې کړي دي او حتي دې ته هم تیار شوي دي چي غزې ته د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره، د فلسطین په لورې حرکت وکړي. لیکن دا ښکاره خبره ده چي اسرائیل سره د عربو هیوادونو د مشرانو کړچار او جوړجاړی د صهیونیستانو د ګټو په لړ کې دي. دغو مسائلو ته په  کتو سره، یوه ورځ د عربو ولسونو صبر او زغم پای ته رسیږي

 

ټیګونه