Mar 28, 2024 05:10 Asia/Kabul
  • د فلسطین له خلکو سره په سوریه کښې د ایران د سفارت مرستې دوام لري

په سوریې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یرموک کیمپ کښې د فلسطین په خلکو د انساني مرستو د ویشلو خبر ورکړ.

په سوریې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یرموک کیمپ کښې د فلسطین په خلکو د انساني مرستو د ویشلو خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، په شام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال سفیر «علیرضا آیتی» وویل: په غزې تړانګې کښې د وروستیو شپږو میاشتو بدلونونو د صهیونیسټانو انساني ضده څیره بیخي په ډاګه کړې ده او خپلو حقو حقوقو ته د رسیدو لپاره د فلسطین د خلکو یوازنۍ پاتې لاره، همهغه مقاومت دی.

ښاغلي آیتي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت لاهم د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د مقاومت د جنګیالیو او د فلسطین د مظلومو خلکو ترڅنګ ولاړ دی، په غزې تړانګه کښې د بې پناه خلکو او ښځو او ماشومانو د وژلې په بندولو کښې د نړیوالو مسئولو ارګانونو په سمدستي اقدام ټینګار وکړ.

د مبارزو فلسطیني ډلو یوشمیر مشرانو هم چې په دې موقع موجود وو، د فلسطین له خلکو او د مقاومت له جنګیالیو سره د ایران د مرستو قدرونه وکړه.

د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلان له مخې، په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو له پيل راهیسې ۳۲ زره او ۴۹۰ فلسطینیان شهیدان او ۷۴ زره ۸۸۹ نور زخمي شوي دي.

 

ټیګونه