د امریکا او صهیونیسټ رژیم له لورې د ملګرو ملتونو د راپور ورکوونکې تهدید
پارس تودی- امریکا او صهیونیسټی رژیم د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې فرانچسکا البانیز د غزې د نسل وژنې د را پور وړاندې کولو له امله ګواښلې ده.
د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې فرانچسکا البانیز په دې وروستیو کې له پنځه میاشتنیو څېړنو وروسته په غزه کې د اسراییلو د ډله ییزې وژنې په اړه معلومات خپاره کړل.
د ملګرو ملتونو دې چارواکې په غزه کې د اسراییلو د جنایتونو د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی وو چې باید یو داسې نړیوال بنسټ شتون ولري چې په قصدي ډول د اسراییلو له لورې د نړیوالو قوانینو د اصولو د تحریمولو، د تاوتریخوالي، نسل وژنې د هڅو او د فلسطیني خلکو د تباهۍ مخه ونیسي. .
د خپرو شویو پټو معلوماتو وروسته په ډاګه شوه چې متحده ایالاتو د اسراییلو سره یوځای، د ملګرو ملتونو دغه را پور ورکوونکې د اسرائیلو پر وړاندې د تعصب په نوم تورنه او ګواښلې ده.
د البانیز څرګندونې د دې اعتراف دی چې هیڅ نړیوال سازمان په غزه کې د نسل وژنې د ترسره کولو لپاره د اسراییلو حساب نشي کولی ځکه چې دا رژیم د امریکا د سیاسي، نظامي او رسنیو تر چتر لاندې پټ دی.
څه موده وړاندې د ملګروملتونو امنیت شورا په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه خو صهیونیسټ رژیم تر اوسه د دغه پریکړه لیک له عملي کولو ډډه کړې ده .
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د غربي هېوادونو په بشپړ ملاتړ سره د غزې په تړانګه او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د بې دفاع او مظلومو فلسطینیانو په خلاف د اسرائیلو رژیم پراخ قتل عام پیل شوی.
د وروستیو معلوماتو له مخې؛ په غزه کې کې د صهیونیسټي رژیم په وحشتونو کې تر اوسه څه باندې ۳۲ فلسطیني وګړي شهیدان او له ۷۵ زرو زیات ټپیان شوي دي.
اسراییلي رژیم په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي استعمار په طرحه او د فلسطین خاورې ته د بېلا بېلو هېوادونو څخه د یهودانو د کډوالۍ له لارې رامنځته شو او په ۱۹۴۸ کال کې یې د شتون اعلان وکړ، چې له هغه وخت راهیسې د فلسطینیانو د نسل وژنې لپاره بېلا بېلې ډله ییزې وژنې پلان شوې دي.