Mar 31, 2024 13:31
پارس ټودي – په تېرو میاشتو کې او د غزې د جګړې له پیله، د صهیونیسټانو له خوا په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو د نیول کېدو د انځورونو خپرېدل، په نړیوالو رسنیو کې ډېر انعکاس درلود. د ملکي بندیانو بربنډ کول او د هغوی د سترګو پټول، په عراق او سوریه کې د داعش د کړنو یادونه کوي.