پاکستان په دویم ټیسټ کښې بنګله دیش ته تاریخي ماتې ورکړه
(last modified Thu, 09 Dec 2021 07:17:29 GMT )
Dec 09, 2021 11:47 Asia/Kabul
  • پاکستان په دویم ټیسټ کښې بنګله دیش ته تاریخي ماتې ورکړه

د پاکستان د کرکټ ملي ټیم په ډهاکه کښې په دویمې ټیسټ سیالۍ کښې بنګله دیش ته ستره او تاریخي ماتې ورکړه

د پاکستان د کرکټ لوبډلې د ټیسټ لوبو په تاریخ کښې په وړومبي ځل په پنځمه ورځ د ۱۳ وکټو په اخیستو سره ریکارډ جوړ کړ.

دغه لوبه چې د باران په وجه ډیره وځنډیدله او مساوي کیدل یې ډیر یقیني ښکاریدل، د پاکستان ملي ټیم په یو اننګر او اتو منډو وګټله.

د پاکستان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د بیټنګ کولو فیصله وکړه او وړومبې اننګ یې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۳۰۰ منډو ډیکلیر کړ.

ورپسې د باران په وجه تقریباً یوه نیمه ورځ لوبه وځنډیدله او بنګله دیش چې کله په څلورمه ورځ خپل وړومبې اننګ پیل کړ نو تر پنځمې ورځې یې ټول لوبغاړي یوازې په ۸۷ منډو وسوځیدل.

پاکستان له خپل اننګ یا بیټنګ څخه په تیریدو سره بنګله دیش ته د دویم اننګ د شروع کولو بلنه ورکړه او دوباره یې ورله ټول ټیم د ۲۰۵ په مجموعي منډو آوټ کړ.

داشان پاکستان دغه لوبه په یو پوره اننګ او ۸ رنز وګټله او د ټیسټ کرکټ په تاریخ کښې یې یو نوی ریکارډ جوړ کړ.

 

ټیګونه