پاکستان له ویسټ انډیز نه دریمه ټي ټوینټي لوبه هم وګټله
د پاکستان د کرکټ ملي ټیم په کراچۍ کښې له ویسټ انډیز سره د دریو ټي ټوینټي سیالیو سیریز په ۳-۰ وګټه
بیګا د کراچۍ په نیشنل سټیډیم کښې د پاکستان او ویسټ انډیز ټیمونو خپله دریمه او وروستۍ ټي ټوینټي مقابله وکړه چې په کښې د ویسټ انډیز لوبډلې د ټاس په ګټلو سره وړومبې د بیټنګ یا توپ وهنې فیصله وکړه.
د ویسټ انډیز ټیم ډیر ښه بیټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کښې یې د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۷ رنز وکړل او په دې سیالۍ کښې د ویسټ انډیز بریا یقیني ښکاره شوه.
خو په ځواب کښې د پاکستان د ټیم دوو تکړه اوپنرانو محمد رضوان او کپتان بابر اعظم په شریکه ۱۵۸ منډې وکړې چې په کښې ۸۷ د محمد رضوان وې او ورسره د پاکستان د ګټلو چانس دیر زیات شو.
د پاکستان ټیم هم د محمد رضوان، بابر اعظم او فخر زمان په شمول د دریو کسانو په سوځیدو سره، ټاکلی هدف د نولسم اوور په پنځم بال پوره کړ او داشان یې دغه سیالي په اوو وکټو او د اوو بالونو په پاتې کیدو سره وګټله.
د لوبې او د ټول سیریز د غوره لوبغاړي انعام محمد رضوان ته ورکړی شو.
ټاکل شوې وه چې د پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلو په شمول په کراچۍ کښې د یو ورځنیو یا ون ډی سیالیو سیریز هم وشي خو د ویسټ انډیز ځیني لوبغاړي په کرونا اخته شوي دي او له امله یې دغه سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۲ کال جون میاشتې ته وځنډول شوې.