د پیښور د جومات د حملې عاملان به معلوم شي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان چارواکو ډاډ ورکړ چې په پیښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د تیرې جمعې ورځ د حملې پلانونکي به وپيژندي او هغه به سزا کړي .
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وویل په پیښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د حملې د پلانونکو د معلومولو لپاره د کیمرو په فیلمونو او د قانوني طبي شواهدو باندې د غور لپاره درې تحقیقاټي ټیمونه جوړ شوي دي .
د پاکستان شیعه تشکلونو حکومت د دوې د امنیت په تامینولو کښې ناکامه بللی او دغه چاره یې غندلي ده .
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر ناصر عباس جعفري د امنیتي ادارو غفلت او ترهګرۍ د خوځوښتونو پرضد څارنه وغندله او ویې ویل له ترهګرو سره هر ډول ساز باز کولو او د دوې ترمینځ د اوربند ټینګولو لپاره د اسلام اباد د حکومت هر ډول ګروهنه به د پیښور په جومات باندې د حملې په شان پایلې ولري .
ناصر عباس جعفري د پاکستان خلک او دنړۍ ټول ازادي غواړي او مسلمان ملتونه د پیښور د بم چاودنې د غندلو لپاره نن ورځې پراخو مظاهرو ته وروبلل او ویې ویل د تکفیریانو او د ترهګرۍ د ملاتړو پرضد باید متحد شو او له دې سره په یووخت باید د ترهګرو ګواښونو په وړاندې د سستۍ او د ښاریزود لپاره د ناامنۍ دلایل معلوم شي .
د پاکستان د جبهه علمای اهل سنت هم پرون په خبري کانفرنس کښې په پیښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات حمله وغندله او ویې ویل د پاکستان مسلمانان د یوبل په څنګ کښې ولاړ دي او هیڅکله به د تکفیریانو ، ترهګرۍ او د دوې د ملاتړو په لومه کښې ښکیل نشي .
د پاکستان د دینونو او د مذهبي چارو وزیر پیر نور الحق قادري هم په پیښور کښې په شیعه لمونځ ګزارو باندې د ترهګرې حملې په غندلو سره وویل په جوماتونو باندې حملې په پاکستان کښې د وحدت د له مینځه وړلو او د ګډوډۍ د رامینځته کولو لپاره د ښمانانو سپیره پلان دی .
نن په ټول پاکستان کښې په پیښور کښې د شیعه مسلمانانو په جومات باندې د داعش وهابي صهیونیسټي عربستاني ترهګرې ډلې د حملې پرضد پراخې مظاهرې کیږي .