په افغانستان د پاکستان د بریدونو د وژلې شمیر زیات شوی
(last modified Sun, 17 Apr 2022 05:54:28 GMT )
Apr 17, 2022 10:24 Asia/Kabul
  • په افغانستان د پاکستان د بریدونو د وژلې شمیر زیات شوی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په کونړ او خوست ولایتونو باندې د پاکستان د تیرې جمعې شپې د هوايي بریدونو او د توپونو د ډزو تلفات پینځه څلویښتو (۴۵) ته ورزیات شوي .

د افغانستان د طالبانو یوه چارواکي چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شي وویل په خوست ولایت باندې د پاکستان د پوځ د تیرې جمعې شپې په هوايي حملې کښې کابو څلویښت (۴۰) ملکي وګړي وژل شوي او شل نور ژوبل شوي دي .

هغه وویل په دغه حملې کښې نهویشت وژل شوي  کسان د یوې کورنۍ او نور وژل شوي کسان هم د دریو نورو کورنیو  غړي دي چې څو کاله مخکې یې د پاکستان له وزیرستان سیمې څخه افغانستان ته مهاجرت کړی و .

د طالبانو د اطلاعاتو او د کلتور ادارې سرپرست نجیب الله حنیف هم وویل چې د پاکستان ځواکونو له تیرو دریو ورځو راهسې په کونړ ولایت کښې په مرواره ، شلتون او نارۍ سیمو باندې د توپونو ډزې کړي دي .

نجیب الله وویل د افغانستان په سرحدي سیمو باندې د پاکستان د تیرې جمعې شپې په بریدونو کښې د ماشومانو په شمول پینځه ملکي وګړي وژل شوي او یوبل ژوبل شوی هم دی .

پاکستان ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان سیمه کښې په حکومتي عسکرو باندې د پاکستان د طالبانو ډلې وروستۍ  حمله چې اته (۸) حکومتي پوځيان پکښې وژل شوي وو د افغانستان  له خاورې شوي وه .

د طالبانو خارجه وزارت وویل چې د هیواد په بیلابیلو سیمو باندې د پاکستان د حملو په ارتباط یې په کابل کښې د اسلام اباد سفیر احضار کړی .

پاکستان هم په اسلام اباد کښې د طالبانو شارډز افیر احضار کړی دی .

 

ټیګونه