ترهګرو ته د پناه د ورکولو په هکله د افغانستان طالبانو ته د پاکستان خبرداری:-
د امنیتي مسائیلو په هکله د افغانستان له طالبانو سره د پاکستان په اړیکو کښې د تاوتریخوالي په دوام سره اسلام اباد دغه ډلې ته خبرداری ورکړ چې هیڅ هیواد اجازه نلري د ترهګرو پناه ځاې ووسي.
په تیرو ورځو او اونیو په تیره بیا په کابل کښې د پاکستان په سفارت باندې له ترهګرې حملې وروسته د افغانستان طالبانو ته د پاکستان پرله پسې خبرداري په ځلونو تکرار شوي.
د پاکستان د سرحدي سیمو له وسیدونکو او سرحد ساتونکو سره د افغانستان د طالبانو د ځواکونو ترمینځ سرحدي جګړې د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د وروستي تاوتریخوالي د زیاتیدا یو بل عامل اعلان شوی دی.
د پاکستان د ملي امنیت د شورا د غړیو په توګه د پاکستان د سیاسي د امنیتي او د پوځي مشرانو خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د افغانستان د طالبانو چارواکو هم متقابلا خپل ختیځ ګاوندي پاکستان ته د ترهګرو ډلو د پناه په مرکزونو باندې د حملو په پلمه د افغانستان په خاوره کښې د هرډول یواړخیزه اقدام یا عملیاتو په هکله خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان د ملي امنیت د شورا غونډه پرون په اسلام اباد کښې وشوه.
اسلام اباد د تحریک طالبان پاکستان له ترهګرې ډلې سره د افغانستان د طالبانو د حکومت د ملګرتیا ادعا کوي او دغه راز ادعا کوي چې د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان غړیو ته پناه ورکوي یا د هغوې ملاتړ کوي؛ داسې ادعا چې د افغانستان طالبان هغه بې اساسه ګڼي.
د ترهګرۍ له عواملو او د پاکستان ضد عناصرو سره د مقابلې لپاره له ټولو لارو چارو د استفادې د امکان او په تیره بیا د افغانستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې د حملو په هکله د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر رانا ثنا الله وروستیو څرګندونو په کابل کښې د طالبانو د مشرانو غصه راپارولي ده.
د قطر په دوحې کښې د طالبانو په سیاسي دفتر کښې دیره د طالبانو یوه چارواکي احمد یاسر په خپلې ټویټر پاڼې کښې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر رانا ثناالله وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې ولیکل پاکستان باید پوه شي چې افغانستان سوریه نه ده او پاکستان ترکیه هم نه ده چې د سوریې په کردانو د سوریې په خاوره کښې حملې وکړي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم تیره شپه په یوې مرکې کښې ادعا وکړه له هغو موافقو سره سره چې پاکستان د افغانستان له طالبانو سره کړي دي د افغانستان خاوره اوس هم د پاکستان پرضد د ترهګرو اقداماتو او د حملو لپاره استعمالیږي.
د پاکستان د رسمي سرچینو د راپور پراساس د ملي امنیت د شورا ځانګړي غونډه په تیرو څلورو ورځو کښې د دوهم ځل لپاره په اسلام اباد کښې ترسره شوه او د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د هغې غړیو ټینګار وکړ چې له ترهګرو سره هیڅ نرمښت نه کیږي او د پاکستان د خلکو له دښمانانو او د ناامنۍ له عواملو سره به سخت چلند دوام ولري.
د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو افغانستان ته له اشارې پرته په یوه تلویحي خبرداري کښې وویل هیڅ هیواد به اجازه ونلري چې ترهګرو ته پناه ځایونه او اسانتیاوې برابرې کړي او پاکستان د خپلو خلکو د ساتنې لپاره په دې زمینه کښې خپل ټول حقونه خوندي ساتي.
د تحریک طالبان پاکستان او د اسلام اباد د حکومت ترمینځ د اوربند د موافقې له ختمیدا وروسته دغه ډلې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کښې خپلې حملې له سره پیل کړي دي.
په پاکستان کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د حملو زیاتیدا چې د اسلام اباد د ادعا پراساس تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کښې اډې لري د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې کړکیچنې کړي دي او په کابل کښې د پاکستان په شارډز افیر باندې له وروستۍ ناوړه حملې وروسته د دواړو هیوادونو ډيپلوماټیک تعاملات تر ټولو ټیټې سویې ته رسیدلي دي.