د تحریک طالبان پاکستان یولس غړي وژل شوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د پوځ په عملیاتو کښې پرون د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې یولس غړي ووژل شول.
د پاکستان د پوځ عمومي اړیکو دفتر ايي ایس پي ار(ISPR) په یوې خبرپاڼه کښې وویل په جنوبي وزیرستان سیمه کښې د پوځ د عملیاتو په وخت یولس ټروریسټان هلاک شوي او د هیواد په نورو سیمو کښې د حملې لپاره د ټروریسټانو ستر او خطرناک پلان شنډ شوی دی.
په دغو یولسو وژل شویو ترهګرو کښې دوه ځان وژونکي او د تحریک طالبان ډلې یو مهم مشر حافظ الله هم شامل دی.
د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې پرضد د پوځ دغه عملیات په داسې حال کښې شوي دي چې دغه ډلې وړمه ورځ د پوځ د جاسوسۍ ادارې ايي ایس اي (ISI) د یوه لوړرتبه چارواکو د وژلو مسوولیت پرغاړه واخیست.
د پاکستان حکومت وايې چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې غړي له خپلو کورنیو سره یوځاې په افغانستان کښې دیره دي او هغه ځایه د پاکستان په خاوره کښې حملې او بم چاودنې کوي خو د افغانستان طالبان بیا دغه خبره ردوي.