پاکستان د ايي ایم ټول شرطونه منلي دي
(last modified Wed, 19 Apr 2023 23:28:04 GMT )
Apr 20, 2023 03:58 Asia/Kabul
  • پاکستان د ايي ایم ټول شرطونه منلي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د مالیې وزیر د پیسو د نړیوال صندوق ایي ایم ایف له شرطونو سره د اسلام اباد د موافقت خبر ورکړ.

پاکستان له تیرو څو میاشتو راهسې د ورانونکو سیلابونو ، د انرژۍ د بیو د زیاتیدا او د د ډالري عایدو د کمیدا په دلیل له سخت مالي کړکیچ سره مخ دی.

په دغو شرایطو کښې د پاکستان حکومت د مشکلاتو د حل کولو لپاره له خارجي سرچینو څخه د پورونو د اخیستلو لاره چاره په اجنډا کښې شامله کړي ده  خو د پیسو د نړیوال صندوق ایي ایم ایف سختو شرطونو د پاکستان لپاره یو شمیر مشکلات رامینځته کړي دي.

د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار چې عربستان ته تللی دی وویل اسلام اباد د پیسو د نړیوال صندوق ايي ایم ایف ټول شرطونه ترسره کړي دي او اسلام اباد اوس له کړکیچ څخه وتلی دی.

هغه وویل هغه کسان چې غوښتل یې پاکستان ماتي خوړلی ووینی باید  وشرمیږي.

 

ټیګونه