له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره له افغانستان سره ملګرتیا ته تیار یوو
جنرال عاصم منیر په دغې کتنې کې ووئیل، پاکستان د باثباته سوله ایز او کرار افغانستان ته ژمن دی.
د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان جنرال عاصم منیر بیګا د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت له خارجه وزیر امیر خان متقي سره په کتنې کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره له افغانستان سره دملګرتیاؤ د زیاتولو په ضرورت په ټينګار سره ، ددوو اړخیزو مناسبتو د پرمخ بیولو لپاره د کابل د ژمنتیا او ملاتړ غوښته وکړه.
جنرال عاصم منیر په دغې کتنې کې ووئیل، پاکستان د باثباته سوله ایز او کرار افغانستان ته ژمن دی.
دواړو لورو د دوو اړخیزو او دخوښې وړ ایړکو د پیاوړتیا او په مشترکو موضوعګانو باندې دغور لپاره د منظمو تماسونو دساتلو په اهمیّت هم سره موافقه و کړه..
ایرنا خبری آژانس له اسلام اباده راپور ورکړی ، له جنرال عاصم منیر سره په کتنې کې مولوی امیر خان متقي هم د پاکستان له ولس څخه دپاکستان همشینیو ملاتړونو قدرونه او په افغانستان کې د سولې په آسانتیا او پراختیا کې د دغه مهم ګاونډي هیوادرول ومانۀ او دغه راز ئې د سیمې د ثبات او هوساینې د لوړتیا لپاره له پاکستان سره د نزدې ملګرتیا لپاره دطالبانو د حکومت ګروهنه وښودله. امیر خان متقي سره د طالب حکومت د لوړپوړو چارواکو پلاوی اسلام اباد ته تللی او د چین،پاکستان او افغانستان په پنځمې ګډې غونډې کې ئې ګډون کړی او ددغه هیواد له لوړپوړو سیاسی او پوځي چارواکو سره ئې لیده کاته هم کړي دي.