د پاکستان په بلوچستان کښې څلور ترهګر وژل شوي دي
(last modified Thu, 15 Jun 2023 10:18:03 GMT )
Jun 15, 2023 14:48 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پاکستان پولیسو په بلوچستان صوبه کښې په یولړ امنیتي-اطلاعاتي عملیاتو کښې څلور ترهګر ووژل

له اسلام آباده زمونږ خبریال وايي چې د پاکستان د بلوچستان صوبې له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسوCTD)  له افغانستان سره د دغه هیواد په ګډې سرحدي سیمې کښې د کامیابو اطلاعاتي عملیاتو په اجرا کولو سره وویل چې دغه عملیات له یو نیول شوي ترهګر څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته شوي دي او په کښې د ترهګرو یو پټنځی معلوم شوی او له ترهګرو پاک کړی شوی دی.

خبري سرچینو په دې خبرې سره چې په یادو عملیاتو کښې څلور ترهګر هلاک شوي دي، وویل  چې یوه کس په کښې ځانمرګی بریدګر و.

ویل کیي چې د ترهګرو له دغه مرکزه یوه اندازه وسله، مهمات، لاسي بمونه، ځانمرګي جیکټونه او ارتباطي وسائل نیول شوي دي. د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو ویلي چې دغه پولیس، په امنیتي ځواکونو باندې له څو بریدونو وروسته د دغو ترهګرو په لټه کښې وو.

 

ټیګونه