له اسلامه د ویرونې هدف، د دینونو ترمینځ تفرقه اچول دي
د پاکستان وزیراعظم په سویډن کښې د قرآن کریم د حرمت د سپکاوي په غندلو سره، په لویدیځو ټولنو کښې اسلامو فوبیا د مختلفو دینونو د منونکو ترمینځ د تفرقې اچولو لپاره یوه دسیسه وبلله.
شهباز شریف د پاکستان د سینټ او پارلیمان په ګډه غونډه کښې چې په سویډن کښې د قرآن کریم د سپکاوي د غندنې او په لویدیځو ټولنو کښې له دا ډول راپاروونکو اقداماتو سره د مقابلې د لاروچارو د څیړنې لپاره ترسره شوې وه، وویل: په غربي ټولنو کښې د اسلام د دین خلاف سپکوونکي اقدامات، د تفرقې اچولو او د مختلفو دینونو په تیره بیا د مسلمانانو او عیسایانو ترمینځ د کرکې رامینځته کولو لپاره یوه دسیسه ده.
د پاکستان وزیراعظم په دې خبرې سره چې د بیان آزادي په اروپايي هیوادونو کښې د اسلامي مقدساتو خلاف بیابیا د سپکو اقداماتو لپاره یوه پلمه نه شي کیدې، زیاته کړه: زمونږ دنده دا ده چې په سوډن کښې د قرآن کریم د حرمت د بې احترامۍ خلاف د پاکستان د خلکو او ټول اسلامي امت احساسات په یو غږ د نړیوالو غوږونو ته ورسوي په دې وجه ضروري ده چې د پاکستان پارلیمان د دا ډول سپکو اقداماتو په غندنه کښې د یو پریکړه لیک په تصویبولو سره تر خپله وسله د دغې دسیې د شنډولو هڅه وکړي.
شهباز شریف په دې خبرې سره چې باید په عمل کښې هم په لویدیځ کښې له اسلامو فوبیا سره د مقابلې په لړ کښې یولړ ګامونه پورته شي، له دغې مهمې ستونزې سره د اړونده موضوعاتو د څیړنې لپاره د پاسکتان د پارلیماني کمیټې د جوړیدو وړاندیز وکړ.
هغه وویل: دا کمیټه کوې شي چې د نورو مسلمانو هیوادونو د پارلیمانونو په غږملتیا سره له اسلامه د ویرونې سره د مقابلې لارې چارې وڅیړي او ضرورتي تمهیدات د نړیوالو غوږو ته ورسوي.
له دې نه علاوه، نن په پاکستان کښې «د قرآن د احترام ورځ» نوموله شوې ده او ټاکل شوې چې په ټول هیواد کښې په لویدیځ کښې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي په غندنه کښې پراخې مظاهرې ترسره شي.