د پاکستان ملي ټیلیویژن له ایران سره د رسندوي ملګرتیاؤ تبادلې ته چمتووالی ښودلی
(last modified Tue, 11 Jul 2023 02:58:42 GMT )
Jul 11, 2023 07:28 Asia/Kabul
  • د پاکستان ملي ټیلیویژن له ایران سره د رسندوي ملګرتیاؤ تبادلې ته چمتووالی ښودلی

د پاکستان د ملي ټیلیویژن (PTV)) عمومي منشي د ایران د اسلامي جمهوریت سره د کلتوري او رسندوي ملګرتیاؤ تبادلې ته چمتووالی اعلان کړ.

د پي، ټي، وي مشر مختیار لغاري په اسلام آباد کښې د ایران د سفارت د کلتوري صلاحکار احسان خزاعي » په کتنه کښې، د دوه اړخیزو اړیکو په تیره بیا د رسنیدوي ملګرتیاؤ او کلتوري تعاملاتو د پراختیا د لاروچارو جاج واخیسته.

مختیار لغاري د ایران د اسلامي جمهوریت له بډایه کلتور او تمدن سره د پاکستاني ټولنې د بلدتیا په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: د پاکستان خلک په تیره بیا د سند د تاریخي صوبې اوسیدونکي د ایران له ولس او د دې مسلمان او ګاونډي هیواد له کتلور او تمدن سره ځانګړې مینه لري.

دغه پاکستاني چارواکي څرګنده کړه: ایران او پاکستان دوه ګاونډي او مسلمان هیوادونه او د پریماني دیني، تاریخي او کلتوري مشترکاتو لرونکي دي او په دې نظریې سره د پاکستان ملي چینل د فلمونو او سریالونو د تبادلې، د کلتوري مستنداتو د تبادلې او د رسندوي پلاویو د تبادلې په شمول مختلفو برخو کښې د ملګرتیاؤ پراخولو ته هوډمن دی.

په دغه ملاقات کښې په پاکستان کښې د ایران د سفارت کلتوري صلاحکار هم وویل: په اسلام آباد کښې د ایران کلتوري مرکز تل ډول ډول فرهنګي او ادبي پروګرامونه ترسره کوي او د دواړو ورور او دوست هیوادونو ترمینځ د کلتوري اړیکو د زیاتولو هڅه کوي.

دواړو لورو همداشان د رسندوي محتوا په تبادله کښې د پاکستان د ملي چینل او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د ملګرتیا د هوکړې د لاسلیکولو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

 

ټیګونه