د پاکستان په ګوادر کښې یو ترهګر ووژل شو
(last modified Sun, 13 Aug 2023 10:31:47 GMT )
Aug 13, 2023 15:01 Asia/Kabul
  • د پاکستان په ګوادر کښې یو ترهګر ووژل شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر سیمه کښې نن له امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادلې کښې یو ترهګر ووژل شو او درې نور ژوبل شول.

دغه ډزې په سیمه کښې د ترهګرو د شتون په هکله د پوځي عملیاتو د ترسره کیدا په وخت رامینځته شوي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او د پلټنې عملیات یې پیل کړل.

دغه راز د پاکستان د باجوړ په چارمنګ سیمه کښې  کښې هم بیګا په پوځي عملیاتو کښې څلور ټروریسټان ووژل شول او یو ونیول شو او له  ترهګرو څخه وسلې ، تجهیزات ، چاودیدونکي مواد او ځان وژونکي جیکټونه کشف شول.

په عملیاتو کښې د پاکستان د ملیشا ځواکونو څلرویشت کلن سپاهي محمد شعیب هم ووژل شو.

د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کښې د پاکستان له حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې د اوربند د ختمیدا له اعلان څخه وروسته په ټول هیواد کښې په تیره بیا خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې ترهګرې حملې او بم چاودنې زیاتې شوي دي.

 

ټیګونه