د سوداګریزو اړیکو د خبرو اترو لپاره پاکستاني پلاوی کابل ته رسېدلی
Mar 26, 2024 05:51 Asia/Kabul
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه، کابل ته رسېدلی دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د وري په ۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خُرم آقا په مشرۍ يو لوړ رتبه پلاوی، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه، پرون دوشنبه کابل ته ورسېد.
د سرچینې له خوا، د پاکستان د دغه پلاوي د سفر موخه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراختیا ښودل شوې ده.
دا پلاوی په داسې حال کې سفر کوي چې څو ورځې مخکې پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر خاورې هوایي بریدونه کړي وو، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.