په عمان کې د اختلاف په پلمه  فرقه پال تاؤتریخولی هیڅ ځاي نه لري.
(last modified Sat, 20 Jul 2024 07:44:42 GMT )
Jul 20, 2024 12:14 Asia/Kabul
  • په عمان کې د اختلاف په پلمه  فرقه پال تاؤتریخولی هیڅ ځاي نه لري.

د عمان لوي مفتی وئيلي دي، هغه ترټولو ښه شی چې اوس ددغې غمیزې په باب وئیل کیدلی شي، دا دی چې  مور پلار او د ټولنې درست اورګانونه  باید  هغه ارشاد او روزنې لا لوړې او زیاتې کړي او د سم ایمان د اصولو په پياوړتیا کې چې  انساني مقدسات  ستائي او انحرافي او باطل افکار  ردوي ،هڅه وکړو.

زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قول  راپور راکړ، د عمان سلطنت لوي مفتي شیخ احمد بن  حمد الخلیلي  د  عمان د پلازمینې مسقط په یوې سیمې وادي الکبیر کې د اهل تشیّع  په یوه جومات د ترهه ګرې حملې په باب  چې د شپږو کسانو د وژل  کیدا و د کابو څلویښتو نورو د ټپي کیدا سبب شوي ، په خپل ایکس پاڼې کې یو پیغام خپور کړی دی.

الخلیلي په دغه پیغام کې لیکلي دي ، مونږتصور نه کاوه د شوي جنایت عاملان د عمان ښاریز وي او واقعا  په دغې موضوع حیران شوي یوو. په دې طیبه او پاک ټآټوبی کې عماني تربیت طبیعتا  د یوه ښاریز او مهاجر په ضد د فکری او فرقه پال  اختلاف په دلیل  هرډول تاؤتریخوالی ردوي. خداوندمتعال  له مونږ سره مرسته کوي او دغه پيښه یو پند اوعبرت دی او مونږ له خداي تعالی څخه سلامتي او امنیت غواړو.

د عمان لوي مفتي په دوام کې وئيلي دي، هغه ترټولو ښه شی چې اوس ددغې غمیزې په باب وئیل کیدلی شي، دا دی چې  مور پلار او د ټولنې درست اورګانونه  باید  هغه ارشاد او روزنې لا لوړې او زیاتې کړي او د سم ایمان د اصولو په پياوړتیا کې چې  انساني مقدسات  ستائي او انحرافي او باطل افکار  ردوي ،هڅه وکړو.

 له دې مخکې دعمان لوي مفتي  په دغه جومات حمله په کلکه محکومه کړې اوټينګار ئې کړی ؤ چې  عبادتځایونه دمونږ  سرې کرښې دي.

د عمان پولیس تیره سه شبنې ورځې په یوې اعلامیې کې وئيلي ، په الوادي الکبیر  کې د ډزو د پیښې عاملان عماني برادران وو چې د امنیتی ځواک په ډزو کې ووژل شول. دوي  له هغو کسانو وو چې  د ناسمو افکارو له امله اغیزمن شوي وو.

د یادولو ده چې داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د یوه ویډیوئي پیغام په خپرولو سره په دغه جومات د حملې مسئولیّت په غاړه اخستی دی.

د فارس خلیج د څنډې هیوادونو په مسقط کې  اهل تشیّع له یوه جومات سره نزدې دغه حمله اوډزې محکومې کړي دي. دغه ترهه ګره حمله چې شپ. کسان پکې شهیدان شوي،داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې ئې مسئولیّت منلی دی ، په عمنان سلطنت  کې یوه بې مخینې حمله حسابیږي چې  د فارس خلیج دحوزې  دعربو هیوادونو اندیښڼې ئې رپارولي دي.

متحده عربی اماراتو ،عربستان او بحرین هم  په جلاجلا اعلامیو کې  دغه ترهه ګره حمله په سخته محکومه کړې  او د خپل منیت او ثبات د ساتړول لپاره ئې دعمان په وسیله له غوره شوو ټولو اقداماتو سره خپل پيوستون اعلان کړی دی.

 

ټیګونه