د فیض حمید د نیولو "ډرامه" پوځي محکمې ته زما د لېږد لپاره جوړه شوې
(last modified Tue, 20 Aug 2024 01:18:58 GMT )
Aug 20, 2024 05:48 Asia/Kabul
  • د فیض حمید د نیولو

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، د دغه هېواد د جاسوسۍ ادارې (ای‌ایس‌ای) د مخکېني مشر فیض حمید د نیولو ټوله ډرامه پوځي محکمې ته زما د لېږدولو لپاره ترسره شوې ده.

ښاغلي خان دا څرګندونې پرون د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د دولتي ډالیو  یا "توشه خانه" اړوند قضیې د اورېدنې پر مهال خبریالانو ته کړې دي.

خبریال بابر ملک چې هغه مهال په محکمه کې و، وايي چې عمران خان وویل، "دوی ټول پر دې پوهېږي چې زما نورې ټولې قضیې خلاصې شوې دي، نو له همدې کبله اوس غواړي چې ما پوځي محکمې ته بوځي."

د پاکستان د تحریک انصاف دغه مشر همدا راز تور پورې کړی چې ګواکې دا هڅه روانه ده چې د ده په خلاف د جنرال فیض حمید له خولې یو څه و ایستل شي.

ښاغلي خان زیاته کړې چې یو خوا یې "رژيم وپرځول شو" او بلخوا یې پر ضد محکمې روانې دي‌ او زندان ته هم اچول شوی دی.

ده د کومې ادارې له نوم اخیستلو پرته وویل، "دوی وايي چې د دې هر څه تر شا د فیض حمید لاس و او دا یې هم ویلي چې ګواکې زه هم د هغه په لارښوونه نیول شوی یم."

د یادولو ده چې د روانې اګست میاشتې پر ۱۲مه نېټه د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې د ای‌ایس‌ای پخواني مشر متقاعد جنرال فیض حمید د نیولو او په پوځي محکمه کې د هغه د محاکمه کولو خبره وکړه.

اعلامیه کې ویل شوي وو چې ګواکې هغه تر تقاعد وروسته د پوځ اړوند قوانیو نه سرغړونې کړې دي.

عمران خان ویلي چې د جنرال فیض حمید په اړه یوازې همدومره وايي چې هغه له طالبانو سره له درو کلونو راهیسې مذاکرات کول،باید له دندې نه وای ګوښه شوی او په وینا یې، "ما هغه مهال د پوځ مشر جنرال باجوه ته هم ویلي وو چې دی مه لرې کوه."

پوځ پر فیض حمید تور پورې کړی چې ګواکې له خپل واکه یې ناوړه ګټنه کړې ده.

تحریک انصاف ګوند کمزوری شوی؟

د یادولو ده چې په خپله عمران خان د دولتي ډالیو یا "توشه خانه" په قضیه کې په زندان کې دی او ځینې نور تورونه هم پرې لګول شوي چې له ځينو سپين وتلی او د ځينو په اړه یې لا هم محاکمه روانه ده.

پرون په محکمه کې یوه خبریال له عمران خانه وپوښتل چې که پوځي محکمې ته ولېږدول شي نو ښايي د ده اړیکې له خلکو سره پرې شي، په داسې حال که به یې د ګوند [تحریک انصاف] کیسه څنګه شي، ځکه چې وار له مخه له ماتېدو سره مخامخ دی؟

عمران خان یې په ځواب کې تېرو ټاکنو ته چې د ده ګوند پکې مخکښ و، اشارې سره وویل چې ملت د فبرورۍ پر اتمه نېټه خپله پرېکړه اورولې او ورباندې ولاړ دی.

ښاغلي خان زیاته کړه چې ګوند یې تر ورځې بلې ته په ځواکمنېدو دی او د ختمېدو نه دی.

بل پلو په اسلام اباد کې د محکمې قاضي ناصر جاوید رانا د دولتي ډالیو په یوه نوې قضیه کې عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي د ۱۴ ورځو په توقیف اډیاله زندان ته د هغوی د لېږدولو پرېکړه کړې ده.

په همدې حال کې عمران خان د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون د مشرۍ لپاره په ټاکنو کې د ګډون لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د تحریک انصاف یوه مشر غړي زلفي بخاري پر خپله اېکس پاڼه له دغه اعلان سره لیکلي چې عمران خان د اکسفورډ پوهنتون د مشرۍ لپاره د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې نوملیکنه کړې ده.

عمران خان په دغه پوهنتون کې په ۱۹۷۵ کې په فلسفه، سیاست او اقتصاد کې زدکړې کړې دي.

په پام کې ده دا ټاکنې په راروانه اکتوبر میاشت کې ترسره شي خو معلومه نه ده چې له زندانه په دې ټاکنو کې ګډون به د ښاغلي خان په ګټه تمام شي او که څنګه

 

ټیګونه