د پاکستان خارجه وزیر امریکه خائنه وبلله
د پاکستان په خلاف د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وروستۍ فېصلې نه پس چې پکښې یې دغه هېواد له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړے دے د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمېنځ د خولې جنګ سخت شوے دے.
د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د لندن چاپ له یوې انګریزی ورځپاڼې سره په مرکه کښې ویلی دی چې د پاکستان لپاره د امریکې مرستې مهمې نه دی. هغه زیاته کړه چې پاکستان له ترهه ګرۍ سره په جنګ کښې په خپلو وسائلو سره جنګیږی او په دې جنګ کښې یې تر اوسه یو سل شل میلیارډ ډالر زیان موندلے دے او د امریکې هغه مرستې چې له ترهه ګرۍ سره د جنګ لپاره یې له پاکستان سره کړې وې ډېرې کمې وې.
همدارنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف هم له یوې امریکائی مجلې سره په مرکه کښې د پاکستان په خلاف د ټرمپ تندو څرګندونو ته په ځواب کښې ویلی دی،امریکه یو داسې دوست دے چې تل خیانت کوی او له پاکستان سره د امریکې چلند د یو انډیوال چلند نه دے. د هغه د وېنا له مخې دغه چلند ته په پام سره پاکستان نور د امریکې انډیوال نه دے.
له بلې خوا ځینو امریکائی چارواکو ویلی دی چې د امریکې لخوا د مرستو بندېدل به پاکستان ته دوه میلیارډ ډالره تاوان ورسوی.
دا په داسې حال کښې دی چې نیویارک ټائمز ورځپاڼې په یو رپوټ کښې د امریکې ولسمشر ته د خبرداری په ورکولو سره لیکلی دی چې امریکې ته پکار دی هغه پخوانے دوست چې له اطلاعاتی نظره یې له واشنګټن سره زیاتې مرستې کړی دی یوازې پرېږندی. دغې امریکائی ورځپاڼې خبردارے ورکړے دے چې له پاکستان سره د مرستو په بندولو سره آیا دغه هېواد به ملګرتیا ته مجبور کړې شی یا نه؟ ورځپاڼه په دوام کښې لیکی: د امریکې فوځی الوتونه د پاکستان له هوائی حریم څخه تیریږی او د امریکائی او نېټو ځواکونو لپاره لاجېسټکی مرستې هم د پاکستان له لارې وړلې کیږی چې پاکستان هره لحظه دغه لارې د امریکې مخې ته تړلې شی.نیویارک ټائمز ټرمپ ته د نصیحت ترڅنګه لیکلی دی د چغو سورو له وهلو نه بغېر په قراره هم له پاکستان سره مسائل هوارېدې شی.
خو د امریکې د سی آئی اے استخباراتی ادارې یو پخوانی چارواکی بروس ریډل لیکلی دی چې که د پاکستان واکمنه ډله ګمان کوی چې واشنګټن په خاصه توګه ولسمشر ټرمپ د افغانستان په ماموریت کښې جدی نه دے او ډېر زر به په افغانستان کښې د امریکې ترټولو اوږد جنګ ته خاتمه ورکړی او پاکستان او طالب ځواکونه به د فاتح په توګه کابل ته داخل شی خو د بروس ریلی په قول ټرمپ چې مخکې په افغانستان کښې د جنګ ختمولو غوښتونکے ؤ اوس د جنرلانو د مشورو ترتاثیر لاندې راغلے دے او دې ته ترجیح ورکوی چې په افغانستان کښې پاتې شی او د پاکستان د تصور او ارادې د بدلولو لپاره په هر اقدام لاس پورې کولې شی. له پاکستان څخه د نېټو غېر متحد غړیتوب اخېستې شی. له اسلام آباد د امریکې سفیر بېرته بللې شی او همدارنګ د سعودی د ۳۲ کلن ولیعهد محمد بن سلمان او د متحده عرب اماراتو د ولیعهد محمد بن زاید له لارې چې په زرګونو پاکستانیان په دغو هېوادونو کښې په کار بوخت دی او د پاکستان له اقتصادو سره مرسته کوی، پاکستان تر دباو لاندې راوستې شی چې دغه دواړه عرب هېوادونه د پاکستان له جاسوسی ادارې آئی اېس آئی سره نزدې ملګرتیا لری.
دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د فوځ پخوانی قوماندان جنرل مېرزا اسلم بېګ چې زمونږ له تهران پښتو رېډیو سره یې ټیلفونی مرکه کوله وویل: که څه هم امریکې په افغانستان کښې ماتې خوړلې ده او ذمه واری یې د پاکستان غاړې ته وراچوی خو امریکه هغو سیالیو ته په پام سره چې په سیمه کښې یې لری تل پاکستان ته ضرورت لری او دغه هېواد له لاسه نه شی ورکولې.
البته د پاکستان د فوځ د پخوانی قوماندان د وېنا له مخې د پاکستان ځینې واکداران چې اوس په رسنیو کښې لافې وهی بالاخره به د امریکې پښو ته پریوزی. جنرل اسلم بېګ زیاته کړه، امریکه چې په افغانستان کښې هر څومره پاتې شی بالاخره یې ماتې خوړل په برخلیک کښې لیکل شوی دی او په پاکستان کښې هم فضاء ورو ورو دغه لوری ته روانه ده چې پکار دی پاکستان نور نو د سیمې له هېوادونو سره یو سټراټیجک متحد وی.
-------