د پاکستان او امریکا د اړیکو دوام د پاکستان په تاوان دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل له واشنګټن سره د اسلام اباد د اړیکو دوام د پاکستان لپاره تاواني دی.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې محمد آصف پرون د امریکا له وال اسټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړه امریکا په تیرو څو کلونو کې هڅه کړې پاکستان و غولوي او د خپلو ګټو لپاره ګام پورته کړي.
د پاکستان خارجه وزیر تیره جمعه هم ویلې وو چې امریکا په سختیو کې پاکستان یوازې پریښود خو بیا هم پاکستان هڅه وکړه له امریکا سره خپل اړیکي جاري وساتي.
د امریکا ولسمشر ددوه زره اتلسم کال په لومړۍ ورځ په خپل ټویټ پیغام کې ترهه ګرو ته د پناه ورکولو په تور سره پاکستان ته ۲۵۵ میلیون ډالره مالي مرسته غوڅه کړه .
د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې د ۲۰۱۷ کاله په پاکستان د ټرامپ د تورو له لګول کیدو وروسته خړپړې شوې دي.