د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ په خوا کښې ترهګره چاودنه وشوه
Jan 09, 2018 14:56 Asia/Kabul
چاودنه دومره زوروره وه چې د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ او ورسره د خواوشا نورې ودانۍ یې ولړزولې.
کوئټه کښې د بلوچستان اسمبلې یوازې په درې سوه میټرۍ کښې شوې چاودنه کښې دوه پولس وژل شوي او ۱۵ تنه نور زخمي شول.
پاکستاني سرچینو ویلي چې یاده چاودنه د کوئټې ښار په زرغون سړک باندې په جي، پي، او څلور لارې کښې د پولیسو ګاډي ته څیرمه وشوه.
خبر زیاتوي: چاودنه دومره زوروره وه چې د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ او ورسره د خواوشا نورې ودانۍ یې ولړزولې.
د چاودنې زخمیان روغتون ته رسول شوي دي او د کویټې په سول اسپتال او بولان میډیکل کمپلکس کښې بیړنۍ حالت اعلان شوی دی.
له چاودنې سمدستي وروسته پولیس او ایف، سي ځواکونه په د اسمبلۍ په ودانۍ او خواوشا کښې مورچه شوي دي.
د چاودنې پړه لا چا نه ده منلې.
ټیګونه