د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی استعفاء ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i63135-د_پاکستان_د_بلوچستان_صوبې_وزیراعلی_استعفاء_ورکړه
د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی نواب ثناء الله زهری له خپل پوسټه استعفاء ورکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2018 16:54 Asia/Kabul
  • د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی استعفاء ورکړه

د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی نواب ثناء الله زهری له خپل پوسټه استعفاء ورکړه

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې ګورنر محمد خان اچګزی د دغې صوبې د وزیراعلی له استعفا سره موافقت وکړ.

د بلوچستان د صوبې د وزیراعلی استعفاء په داسې حال کښې ده چې خبری سرچینې د نواز مسلم لیګ ګوند د صوبائی اسمبلۍ د استازیو او د دغه ګوند د ځینو غړیو ترمېنځ د نواز ثناء ا... زهری د فعالیت د دوام په اړه د اختلافاتو خبر ورکوی.

همدارنګ مخالفین له وزیراعلی نواب ثناء الله څخه د اعتماد د سلبولو په زمینه کښې د رائې اخېستنې لپاره  د بلوچستان د صوبائی اسمبلۍ د غونډې جوړولو غوښتنه کړې وه.

نواب ثناء الله زهری د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د نواز مسلم لیګ ګوند مشر هم ؤ.