دامریکا او پاکستان په اړیکو کښې کړکیچ موقته دی
زمونږخبریال وایی د امریکا دپوځ د مرکزی قوماندنۍ مشر جنرال جوزف ایل ووټیل(Joseph l Votel) او د مشرانو جرګې یوه غړی دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا ته ټیلی فونونه وکړل او په پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دسختو نیوکو او د واشنګټن لخوا په اسلام اباد د مرستو دبندیدا په اړه یې خبرې وکړې .
د امریکا دپوځ دمرکزی قوماندنۍ مشر جنرال جوزف ایل ووټیل دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا ته وویل امریکا د ترهګرۍ پرضد جنګ کښې دپاکستان رول ته زیات اهمیت ورکوی او زیاته یې کړه چې د دواړوهیوادونو په اړیکو کښې اوسنی کړکیچ موقته دی .
هغه دپاکستان دپوځ مشر ته دغه پیغام هم وروسوه چې امریکا د پاکستان دننه دهیڅ یواړخیزه حملې پلان نلری خو دافغانستان د ترهګرو چې دپاکستان خاوره د افغانستان پرضد استعمالوی د مقابلې لپاره دپاکستان د ملګرتیا دترلاسه کولو کوشش کوی .
دغه راز دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر چاوید باجوا د امریکا دپوځ د مرکزی قوماندنۍ مشر جنرال جوزف ووټیل ته وویل دپاکستان ټول خلک داسې احساس کوی چې دامریکا دحکومت لخوا د تیرو څو اونیو په څرګندونو سره وسره خیانت شویب دی .
هغه وویل پاکستان به دامریکا له مالی ملاتړ پرته له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړی ځکه چې دغه چاره د پاکستان د ملی ګټو په لړ کښې ده .
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا وویل پاکستان په خپله خاوره کښې دافغانستان دښاریزو د فعالیتونو په اړه دامریکا له اندیښنو په کامل ډول خبر دی خو اسلام اباد مخکې په «رد الفساد »پوځی عملیاتو کښې دددغو کسانو پرضد اقدامات کړی دی .