د پاکستان سلګونو عالمانو ترهګر اقدامات حرام وبلل
د پاکستان څه باندې ۱۸۰۰ دیني عالمانو او مذهبي شخصتیونو د یوې ګډې بیانیې په صادرولو سره د ترهګرو حملو ترسره کول حرام اعلان کړل.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان ۱ زر ۸ سوه او ۲۹ عالمانو او مذهبي شخصیتونو نن په یوې دوه ورځنۍ غونډه کښې په ګډون سره د (پاکستان پیغام او فتوا) د طرحې د لاسلیکولو په ترڅ کښې له هغو عواملو سره په مقابلې ټینګار وکړ چې د فتوا له حکم څخه د خپلو شخصي اهدافو لپاره ناوړه استفاده کوي.
د پاکستان ولسمشر د دې مراسمو په پيل کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د حکومت ستونزو ته په اشارې سره وویل: د ځینو معلومو شخصیتونو لخوا له فتوې ناوړه استفاده د نړۍ په کچه د پاکستان د حقیقي څیرې د داغي کیدو سبب شوې ده.
ممنون حسین زیاته کړه: د اسلامي او الهي تعلیماتو له مخې ترهګر اقدام او ځان وژنه د اسلام د مبین دین خلاف ده او هغه یې د فساد سبب بللې ده.
په دغو مراسمو کښې د مسلم لیګ نواز ګوند لوړرتبه غړي راجا ظفر الحق هم په پاکستان کښې د شیعه او سني اسلامي مذهبونو ترمینځ د اتحاد او پيوستون اهمیت ته په اشارې سره وویل: په تیرو کلونو کښې د دې هیواد زرګونه خلک له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې وژل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف هم په دې مراسمو کښې په خپل هیواد کښې د ترهګرۍ او تندلاریتوب د مونډ ایستلو په ضرورت باندې په ټینګار سره وول: د پاکستان حکومت له ترهګرۍ سره د جنګ دوام ته هوډمن دی.