امریکا د پاکستان له پریکړې قهریدلې ده
(last modified Fri, 07 Dec 2018 12:58:30 GMT )
Dec 07, 2018 17:28 Asia/Kabul
  • امریکا د پاکستان له پریکړې قهریدلې ده

له پاکستانه د لویدیځو موسسو د ایستلو په هکله د دغه هیواد د حکومت فیصلې د امریکې قهر راوپاروه.

د ایرنا د خبر له مخې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت نن له پاکستان څخه د خیریه موسسو او بنسټونو په توګه د لویدیځو موسسو د ایستلو لپاره د دغه هیواد د حکومت له پریکړې ناخوښي څرګنده کړه او له اسلام آباده یې وغوښتل چې په دې لړ کښې بیاکتنه او غور وکړي.

یاده دې وي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کښې له هغو اتلسو لویدیځو موسسو چې په دغه هیواد کښې فعالیت کوي، وغوښتل چې په شپيتو ورځو کښې له پاکستانه ووځي.

په دغو کښې یوه (شاټرډ) نومې امریکايي موسسه ده چې له تیرو څو کلونو راهیسې د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې فعالیت کوي خو اوس یې د مجوز یا لایسنس د نه نوي کیدو په وجه باید له پاکستانه ووځي.

د سیمې د سیاسي مسایلو ځیني کارپوهان په دې باور دي چې د دغو لویدیځو موسسو فعالیت جاسوسي دی او ورباندې شک لري.

 

ټیګونه