د پاکستان حکومت خپلو ملي ګټو ته له امریکې سره په اړیکو ترجیح ورکوي
(last modified Fri, 07 Dec 2018 13:02:03 GMT )
Dec 07, 2018 17:32 Asia/Kabul
  • د پاکستان حکومت خپلو ملي ګټو ته له امریکې سره په اړیکو ترجیح ورکوي

د پاکستان وزیراعظم ټینګار وکړ چې د دغه هیواد حکومت د خپل ولس ګټو ته له امریکې سره په اړیکو باندې ترجیح ورکوي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوه مرکه کښې وویل: اسلام آباد د خپل هیواد خلاف د واشنګټن دباؤنو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي او هغه کار کوي چې د پاکستان د خلکو په ګټه وي.

عمران خان زیاته کړه: کوم جنګ چې امریکې په تیرو اولسو کلونو کښې په افغانستان کښې پيل کړی او جاري یې ساتلی دی، پاکستان ته یې داسې سخت تاوانونه رسولي دي چې جبیره کیدل یې ډیر ګران دي.

د پاکستان وزیراعظم همداشان ټینګار وکړ چې امریکایان د پيسو په ورکولو سره اسلام آباد هغه نیابتي جنګ ته نه شي مجبورولې چې پکښې پاکستاني پوځیان د هغوي لخوا وجنګیږي.

عمران خان همداشان د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هغو څرګندونو نیوکه وکړه چې پکښې یې پاکستان د ترهګرۍ مرکز بللی و.

 

ټیګونه