په افغانستان کښې د امريکې د ماتې په اړه د عمران خان څرګندونې
(last modified Sat, 08 Dec 2018 10:15:19 GMT )
Dec 08, 2018 14:45 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د امريکې د ماتې په اړه د عمران خان څرګندونې

د پاکستان وزيراعظم په افغانستان کښې د امريکې فوځي شتون او پروګرامونه ماتې خوړونکي وبلل.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې عمران خان له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې وويل، له ترهه ګرو سره د ملګرتيا په اړه د پاکستان په خلاف د امريکې تور په افغانستان کښې د امريکې له ماتې څخه د نړۍ د عامه افکارو د نحرافولو لپاره دے.

د پاکستان وزيراعظم زياته کړه، پاکستان له امريکې فرمان نه اخلي.

عمران خان دې ته په اشارې سره چې په پاکستان کښې د ترهه ګرو لپاره هيڅ امن ځاے نشته وويل، اسلام آباد په ځلونو د ترهه ګرو د اډو د تباه کولو لپاره خپل چمتووالے ښودلے دے خو امرکيې د خپلو ادعاګانو په اړه پاکستان ته هيڅ ډول معلومات نه دي ورکړي.

د پاکستان وزيراعظم همدارنګ تاکيد وکړ، په افغانستان کښې امنيت او ثبات د پاکستان او سيمې په ګټه دےا و اسلام آباد به د افغانستان د صلحې د چلند د اسانولو په زمينه کښې د هر ډول قادام وکړي.

د امريکې او پاکستان تعلقات په امريکه کښې د ډونالډ ټرمپ په اقتدار کښې راتلو سره  خړ پړ شوي دي، د امريکې ولسمشر په ځلونو پاکستان ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړے خو اسلام آباد دغه تور رد کړے دے.

 

ټیګونه