د پاکستان وزیراعظم له سیاسي لارې د افغانستان د کړکیچ په هواري ټینګار وکړ
(last modified Wed, 09 Jan 2019 12:10:28 GMT )
Jan 09, 2019 16:40 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم له سیاسي لارې د افغانستان د کړکیچ په هواري ټینګار وکړ

د پاکستان وزیراعظم له سیاسي او خبرواترو له لارې په افغانستان کښې د کړکیچ او نښتو د هواري په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې عمران خان وویل: د اسلام آباد حکومت تل باوري دی چې په افغانستان کښې د کړکیچ او نښتو د ختمولو لپاره هیڅ پوځي لاره نشته.

د پاکستان وزیراعظم د افغانستان د کړکیچ په هواري کښې د خپل هیواد د رول په هکله زیاته کړه: د اسلام آباد حکومت د ګاونډي افغانستان په ملګرتیا سره کوی شي چې طالب ډله د افغانستان له حکومت سره خبرواترو ته تیاره کړي او په دې لړ کښې سیاسي زمینه رامینځته کړي.

عمران خان وویل: پاکستان نور نو د نورو لپاره نه جنګیږي او له دې وروسته هیڅ هیواد مونږ د کرایې د ټوپک په توګه نه شي کارولی، زمونږ بهرني سیاستونه نه دي بدل شوي او د اسلام آباد حکومت د هیواد ملي ګټو ته پوره پام لري.

هغه همداشان له هندوستان سره د پاکستان د اړیکو په هکله هم وویل: خبرې اترې د دواړو هیوادونو د اختلافاتو د هواري یوازنی لاره ده خو نوي ډیلي په دې لړ کښې تراوسه د پاکستان وړاندیزونه رد کړي دي.

 

ټیګونه