عمران خان له افغانستان سره په تورخم پوله کښې د دائمي فعاليت حکم ورکړ
د پاکستان وزيراعظم له افغاانستان سره د دغه هېواد په تورخم پوله کښې د څلوريشتو ګېنټو فعاليت حکم جاري کړ.
له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې عمران خان پرون پاکستاني چارواکو ته حکم ورکړ چې په راتلونکو شپږو مياشتو کښې د تورخم د پولې د فعاليت لپاره دې لازمي اقدامات وکړي.
د پاکستان وزيراعظم زياته کړه، دغه اقدام به د دواړو هېوادونو د خلقو په تماس او د دوه اړخيزه تجارت په پياوړتيا کښې يو مهم کردار ادا کړي.
له دې مخکښې د پاکستان د وزيراعظم صلاحکار شهزاد ارباب د تورخم پولې د فعاليت د زياتولو لپاره د دغه هېواد د دفاع د وزارت، د تجارت او سوداګرۍ د وزارت او د بهرنيو چارو د وزارت له چارواکو سره يوه غونډه جوړه کړې وه.
په دغه غونډه کښې د تورخم د پولې د فعاليت د وخت د زياتولو او د پاکستان او افغانستان ترمېنځ په دوه اړخيزه تجارت باندې يې د اثراتو په اړه څېړنه وکړه.