دایران دپوله ساتونکودخوشی کولولپاره دپاکستان هڅې هماغه راز دوام لری
دپاکستان خارجه وزیر دایران له اسلامی جمهوریت سره پر سیاسی او امنیتی ملګرتیاؤ په ټینګار سره زیاته کړې،ځینی عناصر د دواړو هیوادونو په پولو کې موجود دی ، چې اصلی موخه ئې د تهران او اسلام اباد ترمینځ داړیکو خرابول دی او داموضوع هیڅکله هم دایرانی لوری له نظره پټه نه ده .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی دپاکستان د دنیا نیوز خبری چینل په سیاسی ځانګړی پروګرام کې له اسلامی ایران سره د اړیکو او دروستیو سیمه ایزو بدلونونو په باب وئیلی دی ، اسلام اباد دایران دبرمته شوو نورو پوله ساتونکو دخوشی کیدا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوی .
دپاکستان خارجه وزیر دایران له اسلامی جمهوریت سره پر سیاسی او امنیتی ملګرتیاؤ په ټینګار سره زیاته کړې،ځینی عناصر د دواړو هیوادونو په پولو کې موجود دی ، چې اصلی موخه ئې د تهران او اسلام اباد ترمینځ داړیکو خرابول دی او داموضوع هیڅکله هم دایرانی لوری له نظره پټه نه ده .
د ایران اوپاکستان په هلوځلو اومشورو پسې دایران له پولې تښتول شوی له دولسو پوله ساتونکو څخه چې پاکستان ته تښتول شوی دی ،پنځه پوله ساتونکی خوشی شوی دی .