د پاکستان وزیراعظم د انګلستان او قطر له مشرانو سره د هند په هکله سلامشورې وکړې
(last modified Mon, 04 Mar 2019 03:15:47 GMT )
Mar 04, 2019 07:45 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم د انګلستان او قطر له مشرانو سره د هند په هکله سلامشورې وکړې

د پاکستان وزیراعظم له خپلې برطانوۍ همرتبه او همداشان د قطر له امیر سره په جلاجلا ټیلیفوني تماسونو کښې د اسلام آباد او نوي ډیلي ترمینځ د وروستیو شخړو په هکله خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیګا په یوه خبرپاڼه کښې وویل: عمران خان د انګلستان له وزیراعظمې ټیرزا می سره په ټیلیفوني خبرو کښې د وروستیو سیمه ایزو بدلونونو په تیره بیا د پاکستان او هند ترمینځ د وروستۍ رامینځته شوې کشالې ورووسته د اسلام آباد او نوي ډیلي د اړیکو د حالت په هکله سلامشوره وکړه.

د انګلستان وزیراعظمې هم د هندي پایلټ د ازادولو لپاره د پاکستاني حکومت د نوښت درنښت وکړ چې د پاکستان په خاوره کښې د خپلې جنګي الوتکې له نسکوریدو وروسته نیولی شوی و او د اسلام آباد او نوي ډیلي ترمینځ د وروستیو شخړو په ختمیدو یې ټینګار وکړ.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم له عمران خان سره په ټیلیفوني خبرو کښې د هند او پاکستان ترمینځ د لانجې ختمولو په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوحه په دې لړ کښې رول لوبونې ته تیاره ده.

له دې مخکښې د اسلامي ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د هند او پاکستان ترمینځ له رامینځته شوې نښتې د اندیښنې په څرګندولو سره دواړه هیوادونه زغم ته رابللي وو.

 

ټیګونه