د پاکستان او ترکیې ترمینځ د سفر ویزا حذف شوه
(last modified Wed, 13 Mar 2019 11:38:43 GMT )
Mar 13, 2019 16:08 Asia/Kabul
  • د پاکستان او ترکیې ترمینځ د سفر ویزا حذف شوه

د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر په اسلام آباد کښې د ترکیې د سفیر په کتنه کښې د دې دواړو هیوادونو ترمینځ د ویزې د لغوه کیدو خبر ورکړ.

د اناتولي خبري آژانس د خبر له مخې فواد حسین چودري د مصطفی یورداکول په کتنه کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې ترکیه هم د نورو پنځو هیوادونو ترڅنګ د اسلام آباد د آزادې ویزې په لیسټ کښې شامل شوی دي، وویل: وزیراعظم عمران خان به سبا د پاکستان او ترکیې ترمینځ د ویزې د ضرورت د ختمیدو خبر په رسمي توګه اعلان کړي.

په دغه کتنه کښې مصطفی یورداکول هم د اسلام آباد د دې کار مننه وکړه او ویې ویل چې دا اقدام به په پاکستان کښې پانګونې ته د ترک سوداګرو د مینې د زیاتیدو او د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کیدو سبب شي.

 

ټیګونه