پاکستان د کشمیر د ترهګرې پیښې په هکله د تحقیقاتو نتیجه هندوستان ته ورکړه
پاکستان هغه اسناد رد کړل چې هند ورته د کشمیر په وروستۍ ځان وژونکې حمله کې په پاکستان کې د مېشتو سخت دریځو د لاس لرلو په اړه سپارلي دي.
د اسلاماباد حکومت نن وویل چې دا اسناد او شواهد بېاساسه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هند ورته پهدې اسنادو کې د ۹۰ اشخاصو او ۲۲ موقعیتونو لېست سپارلی چې هند ادعا کوي له فعالیته د منع شویو سخت دریځو ډلو غړي او د هغوی د روزنې کمپونه دي.
پاکستان وايي، له دې کسانو څخهيې ۵۴ نیولي او له هغوی نه په شویو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې دا کسان په کشمیر کې له وروستي ځانمرګي برید سره هیڅ تړاو نهلري.
دغهراز د پاکستاني چارواکو په وینا هغه ۲۲ موقعیتونه چې هند ورته په نښه کړي هېڅ یو يې د وسلهوالو د روزنې کمپ نهدی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزات نن په یوه بیانیه کښې ټینګار وکړ چې اسلام آباد دا تحقیقات د مسئولیت مننې او له هند سره د ملګرتیا د پياوړتیا په موخه کړي دي ځکه چې دا اقدام د سیمې د صلحې او امنیت په ګټه ګڼي.