د هند او پاکستان د پولو ترمېنځ تجارت بند کړے شو
(last modified Fri, 19 Apr 2019 03:08:54 GMT )
Apr 19, 2019 07:38 Asia/Kabul
  • د هند او پاکستان د پولو ترمېنځ تجارت بند کړے شو

د هند حکومت د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمير په پوله کښې سرحدي تجارت بند کړ.

د روئيټرز د رپوټ له مخې د هند د کورنيو چارو وزارت پرون د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمير په پوله کښې د سرحدي تجارت په بندولو سره وويل، له دغې پولې څخه د وسلو او نشه ايزو مواد د وړلو لپاره استفاده کيږي.

د هند د کورنيو چارو وزارت په بيانيه کښې واضحه کړه، تحقيقات ښودنه کوي چې ځينې شرکتونه چې په کنټرول لائن کښې د پولو ترمېنځ تجارت کوي په پاکستان کښې له ځينوډلو سره ارتباط لري.

 

 

ټیګونه