د کشميريانو په خلاف د هند د پارلېمان د وروستي اقدام په اړه د عمران خان ردعمل
د پاکستان وزيراعظم د هند د پارلېمان لخوا د دغه هېواد تر کنټرول لاندې د کشمير د سيمې لپاره د خودمختارۍ د لغو کولو د بېل په پاس کولو نيوکه وکړه.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې عمران خان د کشمير د وروستيو بدلونونو د څېړنې لپاره د پاکستان د سېنټ او قومي اسمبلۍ په ګډه غونډه کښې د هند د پارلېمان لخوا د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمير سيمې لپاره د خاصواختياراتو يعنې خودمختارۍ د لغو کېدو د بېل پاس کېدو ته په اشارې سره وويل،د نوي ډيلي دغه اقدام پاکستان او هند کور سوزونکي جنګ لوري ته ورديکه کوي.
عمران خان زياته کړه، د دواړو هېوادونو د اختلافاتو د هواري لپاره له هند سره د خبرو اترو په خاطر د پاکستان د امادګۍ د څرګندولو باوجود نوے ډيلے دوو اړخيزو خبرو اترو ته هيڅ ګروهنه نه لري او د کشمير په اړه د هند وروستي اقدامات د دې حقيقت بيانونکي دي.