د پاکستان وزیراعظم او ولسمشر د کشمیر له خلکو ملاتړ اعلان کړ
(last modified Wed, 14 Aug 2019 11:12:08 GMT )
Aug 14, 2019 15:42 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم او ولسمشر د کشمیر له خلکو ملاتړ اعلان کړ

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي د نوې ډیلي د حکومت له خوا د کشمیر د خلکو خلاف د محدودیتونو په وړاندې له هغوي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي د نوې ډیلي د حکومت له خوا د کشمیر د خلکو خلاف د محدودیتونو په وړاندې له هغوي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ایسوشیئیټډ پریس د خبر له مخې د پاکستان ولسمشر عارف علوي نن په اسلام آباد کښې د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت خپله وینا کښې، د هند ترکنټرول لاندې کشمیر د خودمختارۍ د ختمولو په لړ کښې د هندوستان د پارلیمان د اقدام په غندلو سره وویل چې دغه کار د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده او د پاکستان حکومت تل د کشمیریانو ملاتړ کوي.

د پاکستان ولسمشر ټینګار وکړ چې اسلام آباد د هندوستان له جنګ غواړو سیاستونو سره مقابله کوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم نن په اسلام آباد کښې د جشن آزادۍ په مراسمو کښې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر خلکو ته ډاډ ورکړ چې د خودمختارۍ لپاره هلوځلو کښې به د هغوي ملاتړ وکړي.

 

ټیګونه