اسلام آباد به د نوې ډیلي هر ډول تیري ته پریکنده ځواب ورکړي
د پاکستان د وسله والو ځواکونو ویاند د هندوستان له خوا د هر ډول تیري ګرۍ په هکله خبرداری ورکړ.
د پاکستان د وسله والو ځواکونو ویاند د هندوستان له خوا د هر ډول تیري ګرۍ په هکله خبرداری ورکړ.
د پاکستان د وسله والو ځواکونو ویاند آصف غفور وویل چې هیواد به یې د هندوستان له خوا هر ډول تیري ته په پوره قوت سره ځواب ورکړي.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي وسلو په کارولو کښې د نه مخکښې کیدو په اړه د هندوستان د سیاست د بدلیدو د احتمال په هکله د دغه هیواد د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې هغه غیرمسئولانه او حیرانونکې وبللې.
شاه محمود قریشي بیګا په اسلام آباد کشې یوه خبري غونډه کښې زیاته کړه: د هندوستان د دفاع وزیر راجنات سنګ د څرګندونو ماهیت او زمان بندي خواشینونکې وه چې د نوې ډیلي د جنګ غواړي کړچار ښودنه کوي.
د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه: د ایټمي وسلو د نه کارولو په لړ کښې د هندوستان د حکومت دریځ بې اعتباره دی.
د ویلو ده چې د هندوستان دفاع وزیر پرون ویلې وو چې هیواد یې تراوسه د ایټمي جنګ پیلونکی نه دی پاتې شوی خو په دې لړ کښې یې راتلونکي سیاستونه په حالاتو پورې اړه لري.