د هندایټمی وسلې د افراطی مودی لاس ته ورغلی دی نړۍ ورته پام وکړی
Aug 18, 2019 16:04 Asia/Kabul
. عمران خان له ملګرو ملتو هم وغوښتل چی کشمیر ته خپل پلټونکی ولیږی چی هلته د مسلمانانو ژوند له نږدې وګوری .
د پاکستان د دنیا ورځپاڼۍ له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان زیاتوی چی په هندوستان فاشسټو هندوانو د جرمنی د نازیانو په شان قبضه کړی ده . هغه وایی چی د هند تر کنټرول لاندی په کشمیر کی د نوی لکه کشمیریانو ژوند په خطری کی دی . عمران خان له ملګرو ملتو هم وغوښتل چی کشمیر ته خپل پلټونکی ولیږی چی هلته د مسلمانانو ژوند له نږدې وګوری .
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال غفور هم پرون د هندي پوځ له خوا په کشمیر کښې سختو امنیتي تدابیرو ته په اشارې سره ویلی وو دا چې په کشمیر کښې د هرې کوڅې او سړک په سر یو هندي پوځي ولاړ دی، له ویرې پرته هیڅ عقلي او منطقي توجیه نه لري .