د هندي ځواکونو په حمله کښې پنځه پاکستاني وګړي مړه او ژوبل شول
(last modified Wed, 28 Aug 2019 05:33:02 GMT )
Aug 28, 2019 10:03 Asia/Kabul
  • د هندي ځواکونو په حمله کښې پنځه پاکستاني وګړي مړه او ژوبل شول

د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمینځ د سرحدي کشالې او نښتو په دوام کښې دوه پاکستاني ښاریز وژل شوي او درې نور زخمي شول.

د پاکستان پوځ بیګا په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې په نکرون سرحدي سیمه کښې د هندي ځواکونو د ډزو له امله دوه تنه ملکي پاکستانیان مړه شوي او هم داشان د هغوي د سختو ډزو له امله د اوور لګیدو په وجه درې پاکستانیان زخمي شول.

د ویلو ده چې هند او پاکستان په ۲۰۰۳ میلادي کال کښې د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند موافقه لاسلیک کړې وه خو هر څه موده پس په تیره بیا په دې وروستیو کښې د هندوستان له خوا د کشمیر د ځانګړي حیثیت او خودمختارۍ له ختمولو وروسته د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمینځ د یادې موافقې خلاف ورزي کیږي.

 

ټیګونه