د پاکستان شیعه ؤ د کشمیر په هکله د اسلامي ایران د دریځونو قدرونه وکړه
(last modified Wed, 28 Aug 2019 10:57:47 GMT )
Aug 28, 2019 15:27 Asia/Kabul
  • د پاکستان شیعه ؤ د کشمیر په هکله د اسلامي ایران د دریځونو قدرونه وکړه

د پاکستان د شیعه مشرانو د یوې ګډې غونډې ګډونوالو د هند ترکنټرول لاندې کشمیر له خلکو په ملاتړ کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د فرمایشاتو ستاینه او قدرونه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د دیرشو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو او مسئولانو پرون په اسلام آباد کښې په یوه غونډه کښې، د کشمیر او د هند او پآکستان ترمینځ د شخړې د هواري په لړ کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی له دریځونو په قدرونې سره، د فلسطین له ولس سره د پیوستون څرګندونه وکړه او د فلسطیني مسلمانانو په وژله کښې د صهیونیسټانو جنایتونه یې وغندل.

په دغه غونډه کښ ېد پاکستان د قومي اسمبلۍ (ملي پارلیمان) استازي سید فخر امام د کشمیر د حالاتو په وړاندې د سیمې د هیوادونو په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت د کړنلارې قدرونه او د ځینو اسلامي او عربو هیوادونو په چپتیا یې نیوکه وکړه او ویې ویل چې د کشمیر د کشالې هواری، په سویلي آسیا کښې د پایداره صلحې لپاره یوه نه انکاریدونکې چاره ده.

د پاکستان د (امتِ واحده) ډلې مشر علامه محمد امین شهیدي هم وویل: مسلمانانو ته له عربو واکمنانو هیله نه ده پکار ځکه چې هغوي د مظلومو مسلمانانو لپاره هیڅ زړه سواندي او خواخوږي نه لري.

د پاکستان د شیعه ټولنې د کنفرنس غړو ټینګار وکړ چې اسلامي نړۍ د استکباري قدرتونو له یو داسې رواني او نفسیاتي جنګ سره مخامخ ده چې هدف یې د مسلمانانو کمزورې کول دي.

 

ټیګونه